Month: August 2016

ډېن – حبيب الله لوظنامه

په ۱۹۰۱ م د اکتوبر په مياشت کې، د افغانستان نوي اميرحبيب الله خان برطانوي هند حکومت ته ليک واستوه چې دی به د خپل پلار په سياسي پاليسي عمل کوي. وايسراې لارډ کرزن سمدلاسه هغه هند ته وروبللو چې پخوانۍ لوظنامې تصويب کړي. امير د دې اړتيا نه ليدله او د سفر نه يې […]

ښځې

د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې لوګر کې د پښتو مشاعرې بلنه مې تر لاسه کړه. د کابل په ميلمستون کې هغه وخت پروين ملال هم راسره او مشاعرې ته يې تلوسه وه. د جمعې ورځ چوټي وه نو د دفتر موټر مې نشو راغوښتې. يو همکار راته د شخصي موټر انتظام وکړو او سهار […]

سينوحی

په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د مصر په کنډوالو کې د نورو لرغونوتوکو سره يوه منظوم کيسه هم وموندل شوه چې ۴۰۰۰ کاله پخوا يو طبيب سينوحې ليکلې وه. په ډبرې او نورو کې پپايرس (کاغذ) په انځوريز خط کښلې دا د سينوحې خپل يادښتونه وو چې تر پېړيو په مصر کې د ډرامې په […]

شکر لب

دا انځورپه ۱۸۴۸ م کې يو برطانوي پوځي افسر جيمز رېټری کښلې دی. دی د يو بل افسر ډاکټر لارډ سره په باميانو کې د برطانيې د لومړي سفارت غړې و. انځور د باميانو د والي نازولې ميرمنې شکر لب دی چې د امير دوست محمد خان د يوې قزلباش ميرمنې ورېره (خورزه) وه. د […]

په کشمير کې لومړي مسلمانان

په کشمير کې د پښتنو زياته شميره په جنوب لوېديځ کې ده چې دراني، يوسفزي او اپريدي يې زيات دي. دلته د اسلام د خپرولو کار سواتي کډوالو پېل کړو چې اوس هلته د سېدانو په نوم پيژندل کېږي. د ۱۳ ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د مغلو(منګول) حملو د سوات او د هزارې په […]

نظر مات

زه چې په ښه بد پوهه شوم نو د نظر، نظر مات او د سپېلني ټکي مې واورېدل. د کلي ودونو کې به يوې ښځې(نايڼې) په ټولو ميلمنو ښځو د اوسپنې تالی ګرځوو چې پکې څو سرې سکروټې او د پاسه پرې وچو واښو، نرې نرې لوګی کوو. چا به په لاس هغه لوګی ځان […]