ژورناليزم- کتاب په ۲۰۱۰ م کې کله چې له بي بي سي اوزګاره شوم نو د خبريال ويبپاڼې لپاره د “خبر” او “راپور” په اړه ساده ټکو کې معلومات وليکل. ما دا سوچ کوو چې اوس ډېر پښتانه د ميډيا سره کار کوي او په هر څه به خبر وي. خو په ورځپاڼو، ريډيوګانو او ټېلويژن مې […]
د کونترو سېل د پيښور ښار اسمان په ماځيګر کې د کونترو (کوترو يا کفترو) په جوپو سخت مصروفه وي. هيڅوک خبر نه دي چې دا شوق له کومه ځايه دې ښار ته کډه وکړه. د هند په لويه وچه کې ځينې ښارونه د کونترساتونکو لپاره شهرت لري، لکه لاهور، ډېلي او لکهنئو. يو وخت دا د شته […]
صوات تر شلمې ميلادي پېړۍ هم په سرکاري اسنادو او مراسلو کې د سوات نوم په “صوات” ليکل کيدو. د دې خپلواکه رياست سرکاري ژبه پښتو وه او په هرې درې کې ميشت قام معلوم و. د عنوان الدين کاکا خيل په نوم يو شاعر دغه منظوم تاريخ ليکلې دی. د اوسني ياګانو په ځای، د […]
د خلافت تحريک د ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۲۲ م د هند ولس د برطانيې په ضد يو پاڅون وکړو چې تحريک خلافت نومېږي. د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د عربانو خاوره نيولو لپاره د يورپي ملکونو تر منځ سيالۍ زور وموندلو. ترکي د ۵۰۰ کالو راهيسې د اسلامي خلافت مرکز و چې ټوله عربي نړۍ […]
د هرات کلا ښايي لومړيو انسانانو د هريردو په غاړه ژوند په هغې غونډۍ پېل کړه چې اوس ورباندې د هرات کلا جوړه ده. تر اوسه د هرات نه موندل شوي تر ټولو پخواني توکي د ۶ ق م پېړۍ نه راپاتې دي. ګومان کېږي چې هغه وخت دلته د خاورو يوه کلا موجوده وه. خو د هغې […]
اوبه ما غوښتل چې د افغانستان په يو ښکلي او پاکې چينې او يا د سيند په اوبو کې پښې کيږدم، په لپه کې ترې اوبه وڅښم. خو هلته شپږ مياشتې د يو ښار نه بل ته په سفرونو ستړې شومه او دا ارمان مې پورا نشو. يو وارې په جلال اباد کې د بېسودو د […]
ټماټر په مرکزي او جنوبي امريکه کې ټماټرد نورو ځنګلي ميوو په شان راټوکيدل او خلکو له ويرې نه خوړل چې زهرژن به وي. په لرغوني “ايزټېک” ژبې کې يې دا “تومات” ياني چاغ يا غټ يې بللو. شا و خوا زر کاله کېږي چې د ميکسيکو خلکو د ټماټرو په پخولو لاس پورې کړ. اسپانويان […]