په ۱۸۳۷ م کې مغل سراج الدين بهادرشاه ظفر د انګريز پينشني باچا شو. دی د ۶۴ کالو و، ۳ نکاح شوې ښځې او بې شمېره مينځې يې لرلې. خو پرتخت يې لا دوه کاله نه و پورا شوي چې د يو نواب، ميرزا قلي خان ۱۹ کلنه لور يې وکړه او زينت محل لقب […]
د یونس خلیل مشهور شعر دی چې د دنیا په سر دې سیوری د هما وي فقط ستا د زلفو سیوری دې په ما وي… د هما ذکر د پارس په لرغونو کيسو کې شوی دی او دې ته به يې د جنت مارغه وئيل. هلته باچاهانو په هما دومره عقيده وه چې دا به […]
د ۱۹۹۲ م اوړې په وتلو و چې د کار لپاره ناروې ته ورواستول شوم. د زمکې په کره شمالي څنډو پروت د ۴ ميلينو خلکو دغه ملک ټول شين دی. دلته په اوړي کې شپه نه وي او ژمي کې ورځ. ترټولو لويه خبره دا ده چې جنګ پکې نه دی شوې. نه ورباندې […]