Month: November 2016

اینځر

په ماشومتوب کی مو اوریدلی وو چې د اینځر ګل هیچا ته نه ښکاري. که چا ولیدو نو هغه بیا باچا شي. چا به وئيل چی دغه ګل پیریان یوسي. د دی ونې لاندی به د شپې نه تیرېدو چې پیریان به پکی وي. که داسې به ووشو نو یو منتر مو یادو، چی ” […]

څېرا- سهره

په آریاي عقيده واده د عبادت برخه وه چی د ناوې او شاځلمی به يې په منترونو او دعاګانو بدرګه کوو. د بد نظر نه د ژغورلو لپاره ناوې به خپل مخ ته شنې پاڼې نيولې وې چې جنوبي هند او بنګال کې اوس هم رواج لري. د شاځلمي د پټکي سره به بدله څېره […]

سانسکرت، په عرب خاوره

د شلمې ميلادي پېړۍ په سر کی د بابل او اسيریا لرغونو ښارونو په کيندنو کی، په “مېخي ليکدود” خټینی تختی رابرسيره شوی. په ځينو تختو “ميتاني” باچاهانواو اميرانو نومونه لیکلي وو چی يوه برخه يې د سانسکرت ژبې نه وه. لکه پوروسا(سړی) تشرتا (ټانګه لرونکې) سوردتا (خدای ورکړې) اندروتا (د اندرا په ملاتړ) سوبهاندو […]

درېم افغان جنګ

د ۱۹۱۹ م په اوړي کې دا جنګ افغانستان له خوا پېل شو او درې مياشتې روان و. کله چې ۲۷ کلن امان الله خان د کابل پر تخت کيناستو نو خپل تره نصر الله يې زندان کې واچوو. په دې خبره پوځي افسرانو کې ناارامي وه او هغوی ته قناعت ورکولو لپاره يې معاش […]

افغانستان او اسلام

په افغانستان کې اسلامي تاريخ د ۶۳۹ م نه پېل کېږي کله چې احنف بن قيس د پارس باچا يزدګرد په تعاقب کې د طبسين د لارې خراسان ته راغی او هرات يې ونيو. په ۷ ميلادي پېړۍ کې د افغانستان خاوره، خراسان، زابلستان، سيستان، کابلستان، باختر او ګندهارا په نومونو پيژندل کيده چې بې […]

ګيلګامش

دا لرغونې داستان په ميخي خط، خټينو تختو ۲۱۰۰ ق م راهيسې د ميسوپوټيميا کنډوالو کې ورک و. ګيلګامش د “اورک” باچا، د انسان اواسطورو دواړه خصلتونه لري. هغه پخپل ولس ظلم کوي، ځوانان د ودانيو لپاره په بيګاراچوي او هره ناوې د واده په شپه د ده د هوس قرباني شي. ولس خپلو خدايانو […]

د فیض معشوقه

تونے ديکھي ہيں وہ پيشاني، وہ رخسار، وہ ہونٹ زندگي جن کے تصور ميں لٹا دي ہم نے د اردو ژبې د نامتو شاعر فيض د اوولسو کالو په عمر کې په يوې افغان جينۍ مئين شو. د هغې ټبر د فيض پلار سلطان محمد سره د افغانستان نه راغلی و. فيض او هغې جينۍ […]