Month: July 2017

د جمرود جنګ

دا جنګ په ۱۸۳۷ م د اپریل په میاشت کی تر ۱۲ ورځو روان و. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره په پنجاب کې سیکانو د مغلو نه واک واخستو او مهاراجه رنجیت سنګ پرله پسې ملتان، کشمیر او د اباسین ختیځې سیمې ونیولې. تر ۱۸۳۰ م د اټک کلا او د هزارې په […]

د کوټې شراب

د ۱۸۵۷ م د هند د خپلواکۍ پاڅون نه وروسته په پنجاب کې د انګریز زرګونو پوځیانو لپاره د شرابو اړتیا پېدا شوه. برطانوي انجینیر “پروبي کاټلي” او جنرل “ویلیم اولفرټس” د پیر پنجال په غرونو کې د بیر د کارخانې تابیا وکړه. په ۱۸۶۰ م کې دوی “ایډورډ ډایر” ته دا کار وسپارلو چې […]

دستر خوان

د غرمې ډوډۍ په وخت مور به مې په شکور کې پروت دسترخوان او پېسې راکړل او زه به د کوڅې نه بهر نانوایی (تنور) ته په منډه شوم. دسترخوان د ۱ مربع میټر د “سان” ټوټه، چې ورباندې سور رنګ ټاکې او هم هغسې سره حاشیه وه. د نانوایی مخ ته به هر ماشوم […]

اشرفۍ او مهر

اشرفۍ (اشرپۍ) د سرو زرو هغه سکه چې په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مصر مملوک باچا له خوا ضرب شوه. سلطان “اشرف برسباي” د ۱۴۲۲ م نه تر ۳۸ پورې د اسلامي خلافت په نیمايي واکمن و. د ده په وخت کې د یورپ او عرب ملکونو تر منځ کاروبار وده وکړه. د سمندري […]

ملکه حلیمه

بي بی حلیمه او د امیر عبد الرحمن وروستې میرمن وه. امیر د خپل ژوند په وروستیو کې د هغې په اړه وئیل، “اوس په افغانستان یو کس د حکومت جوګه دی اوهغه دا ښځه ده.” د دې نازولې لقب ملکه سلطان، د امیر دوست محمد خان د لور شمس جهان او د میرعتیق الله […]

بازیره

د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې اوسنی بریکوټ ۲۵۰۰ کاله پخوا “بازیره” وه. اوس دلته ۲۵ زرو خوا شا خلک مېشت دي. په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود ” بریکوټ غونډۍ” ته پام شو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل شو چې د پخوانۍ بازیرې […]

ویکی پیډیا او ناسم معلومات

په تعلیمي ادارو کې د څېړنې لپاره د ویکي پیډیا په موادو کارولو بندیز دی. سبب يې دا دی چې د دې معلومات یو عام وګړي له خوا هم بدلون موندلې شي. څو ځوانانو راته د “ساراګړۍ” جنګ په ګوته کړو چې څو فلمونه پرې هم جوړ شوي دي. د میړانې په دغه داستان کې […]