Month: August 2017

د ګندهارا هنر

د دوېم میلادي پېړۍ د بوده ستوا دغه سرد سنګاپورپه “کمپونګ ګلام” میوزیم کې پروت دی. په ۱۸۰۰ م کې دا ملایا د مسلمان باچاهانو استوګنځای و. د دې سیمې لارې کوڅې د مسلمان ملکونو نومونه لري، لکه مسقط بازار، بغداد، کندهار او داسې نور. په ۲۰۰۷ م کې دلته بودایی عبادت ځای او میوزیم […]

شالکوټ

د ۱۹ میلادي پېړۍ ترپای هم کوټه ( په جنوبي لهجه کواټه)، په شالکوټ مشهور وه. په ۱۸۷۲ م کې د انګریز پوځیانو سره مله “هنري بېلو” د خپل سفر په یادښتونو کې لیکي، “د سیستان پلازمېنه قلات او شالکوټ د دې (صوبې) وروستی سرحد دی…افغانان پخپلې ژبې کې کلا ته “کوټه” وايی. دا کلا […]

کنګلي زمانې

د خپلې سيمې په غرونو او دشتو کې کله هوارکاڼي مو په سترګو شوي دي؟ يو نيم پکي ډېر ښکلي رنګونه لرې چې ښایی زرګونه يا ممکن ميلينونو کاله د اوبو لاندې پراته وي. د اور(اتش فشان) غرونو له کبله زمونږ زمکه کله د اوبو لاندې شوې او کله د لاندې زمکه بهر ويشتل شوې […]

سکواش او پښتانه

ربړین بال (توپ) به وشلېدو نو مور له به مې یوړو. هغې به وګنډلو او بیا به يې ووېل،” دومره په زور بال مه وهه چې وشلېږي.” ما به بیا ډېرسست لاس سره بال د لوبغالي په دېوال وهلو. د کوټې قمر زمان دغه سست لاس، ” ډراپ شاټ” د سکواش په لوبه کې مشهور […]

آتما رام

دا انځور په ۱۸۴۱ م کې یو انګریز جیمز رېټري په افغانستان کې کښلې دی. یو سپین ږیرې هندو آتما رام د کورپه بره برخه کې ناست بهر ننداره کوي. دی د پیښور اوسیدونکې او د کندوز حاکم مراد بیګ ( وروسته د بخارا امیر) وزیر و. په دې انځور کې آتما رام په غاړه […]

کنجاړه

په دودیزه توګه د شړشمو تخم نه غوړ(تيل) د زبېښلو وروسته پاتې مواد، کنجاړه یا “کهلۍ” نومېږي. کله چې د جوميا، بنوله، السي، نمرګل، ذیتون او د بادامو نه د غوړو ایستل پېل شول نو د هغې پاتې شونې هم کنجاړه نومېده، لکه د بادامو کنجاړه یا د ذیتونو کنجاړه. د شلمې پېړۍ په وروستيو […]

د هډې ملا

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو. د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړاخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول. […]

زند اویستا

اویستا د ذردشتي دین سپېڅلې صحیفې او ذند د هغې تشریح او تفسیر دی. د زردشت د تعلیماتو ذکر د یونان هېروډوټس نه وړاندې د لیډیا( ترکي) “ژانشس” نومې لیکوال په ۵ ق م پېړۍ کې کړې و. هغه وخت د پارس واکمن بې دینه وو خو د یونان په سیالۍ کې د ذردشت صحیفې […]