Month: December 2017

پښتنه جینۍ

دا تصویر د ۱۹۰۰ او ۱۹۱۰ تر منځ واخیستل شو. د آر-بي هومز له خوا په تصویر کې یوه ماشومه (پیغلوټې) سپینه بورقه په سر ولاړه ښکاري. ښایی دا د پیښور په عکاس خانه کې اخیستل شوې وي. د شلمې میلادي پېړۍ په سر کې د هند خلک فلمونو او عکسونو سره دومره لیوالتیا ښودله […]

لنګر

دهند په لویه وچه کې په یو زیارت یا خانقاه خلکو ته وېړیا ډوډۍ ورکول “لنګر” بلل کېږي. دا دود کله نه پېل شو، معلومه نه ده خو د بودایی او برهمني دین “دهرمشاله” یا “دهرم ستره” د عبادت ځای سره نزدې هغه ځای و چې پکې مسافرو یا زیارت کوونکو ته ډوډۍ او د […]

مومن خان شیرینو

یو کلي کې دوه وروڼه اوسېدل چې د مشر اولاد نه و خو د کشر ۷ زامن وو. ډېره موده وروسته، د مشر ورور زوی او د کشر لور وزیږېدل. هلک مومن خان او جینۍ شیرین ونومول شول. وروڼو یو بل سره ژمنه وکړه چې شیرینو به مومن خان ته ودېږي. دواړه ماشومان یو ځای […]

ګردنر لوښي

ګلابي، اناري یا نیلا رنګ چیني لوښي اوس هم د افغانستان په ډېرو کورونو کې شته چې په بیخ کې يې په فارسي “ګردنر” لیکلي وي. خلکو به روسي لوښي بلل. د روس لومړۍ چیني لوښو کارخانې په ۱۷۴۴ م کې سینټ پیټرزبرګ کې کار پېل کړو چې یواځې شاهي ټبرلپاره يې کار کوو. په […]

ډاکټرعبد الغنی جلالپوري

د افغانستان د دریو امیرانو مشاور، لیکوال او ژباړن عبد الغني د “حبیبیه” ښوونځي له لومړیو استادانو نه و. امیرعبدالرحمن د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې غوښتل چې افغانان د اروپاي ډول تعلیم د لارې ساینس او ټیکنالوجي زده کړی. په ۱۸۹۵ م اپریل په میاشت کې امیرخپل زوی نصرالله خان انګلستان ته د […]

د اټک جنګ

په ۱۳ جولای ۱۸۱۳ م د سیکانو او درانیانو ترمنځ دا لومړی مهم جنګ و چې د “چچ” او “حضرو” جنګ په نوم هم شهرت لري. په ۱۸۱۱م رنجیت سنګ د کشمیر د نیولو لپاره د دې وړو ریاستونو، بهیمبر، راجوړي او “کولو” حمله وکړه. د ۱۸۱۲ م په پای کې محمود شاه درانی خپل […]

کټ

د پښتنو په کلیوال ژوند کې کټ د پېل نه تر پای یو ابدي رول لوبوو. کټ د ناستې او ملاستې نه علاوه د ژوند هرپراو کې کارېدو. دا دومره سپک وي چې ماشوم، ښځه او کمزورې بوډا هم له یوځای بل ته وړې شي. کټ کله کرسۍ، کله میزاو کله د خوب ځای شي. […]

شیرخان ترکې

په ۱۹۸۵ م کې د لرغون پوهنې د ادارې یوې ډلې په بنو کې د یو پخواني کلی دېوالونه رابرسیره کړل. بنو د اباسين سیلابي ميدانونو په لوېديځ او وزيرستان په ختيځ کې د شنو مېدانونو سیمه ده. چیناي راهب خوان ذانګ په ۷ میلادي پېړۍ بنو د “فولانه” په نوم یاد کړې دی. دلته […]