مچنوغزه – مچوغنه د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې کې ځينو شپونکو سره اوس هم دا ساده وسله لیدل کېږي. په پښتو کې دوه ډول تلفظ کېږي، “مچوغ نه” او “مچ نوغزه”. دا د لیندې ابتدایی شکل و چې یو پړي یا مزي تر منځ کاڼې کېږدي. د پړي دواړه سرونه د یو لاس په ګوتو ونیسي، […]
بدرۍ جماله او سیف الملوک د کاغان سیف الملوک جهیل په اړه د ځایی خلکوروایت دی چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شپه د اوبو له منځ نه سیف الملوک او بدرۍ جمال په یو سپین اس ناست راووځي. سیف الملوک د کوم ځای شهزاده و، معلومه نه ده خو یوه شپه بدرۍ جماله ښاپېرۍ يې په خوب کې ولیده. د […]
ابو مسلم خراساني تاریخ وایی چې که ابو مسلم خراساني نه وای نو ممکن عباسیان واک ته نه وای رسیدلې او “امیه خلافت” به پاتې وای. په اوومې میلادي پېړۍ کې د امیه خلافت په ضد د پيغمبر(ص) يو تره حضرت عباس د کړوسي امام ابراهيم سره خلک راټول وو. بیا شا و خوا ۷۰ کاله ددوی د […]
هاتي دره د مالاکنډ او د مورې غرونو په منځ کې یوه دره او بانډه د “شاه کوټ” په نوم مشهور دي. ددې بانډې په جنوب لوېدیځ کې د زلم کوټ (زلمی کوټ) سره نزدې “هاتي دره” (پیل دره) ده. دا د غرونو په منځ کې ۶ میله لاره تنګه لار ده چې پلن والې يې ۷ […]
په پښو پریوتل په دغه عکس کې یو سپین ږیرې، د افغانستان پخواني باچا ظاهر شاه پښو ته لاس وړي. دوه کسان چې یو يې ممکن د باچا باډی ګارډ وي، هغه له دې منع کوي. باچا پخپله هم ورته لاس غځولې دی چې دا کار ونکړي. د چا پښو ته ټیټېدل د هغه کس درناوی ګڼل کېږي. […]
سېفو د لرغونې یونان شاعره سېفو د ښځې د مینې مخ کښ ګڼل کېږي. په ۳ او ۴ ف م کې یونان او مصر کې د “سېفو” شعرته به ځوانان لیواله و. سېفو د “لیزبوس” جزیرې “مایټیلین” ښاریه کې د ۶۳۰ ق م شا و خوا یوې شته منې کورنۍ کې زیږېدلې او د ۷ کالو […]
جمامه جمامه یا جومیا په افغانستان کې “ترتیزک” نومېږي. د دې پاڼې پلنې او لږ ترخې وي نو د نور ساګ (سابه) لکه شړشم او پالک سره یو ځای پخوي. جمامه د ګوپي (ګلپي) د ټبر بوټې دی چې په یو نیغ کاسني ډنډر ولاړ، څانګې نه لري او پاڼې يې لږ سپین بخن وي. د […]
فیسبوک او محرمیت د یوې وړې کیمرې لپاره مې په انټرنیټ کې لټون وکړو. د هرې کیمرې د تصویر سره د دې ځانګړنه او بیه هم لیکلي وو. دغه لټون ۱۵ مینټه و خو کله چې د خپل فیسبوک پاڼه مې پرانسته نو پرله پسې د کیمرو خرڅونکو پاڼې را ښکاره شوې. په اي- میل کې هم د […]