چیني خانه پخوانیو کورونو د کوټې په یو دېوال کې طاقچه ارو مرو جوړېده. هغه وخت د میز، کرسۍ یا د الماریو رواج هم نه و. د کور څو لوښی او د شپې رڼا لپاره ډیوه به په دغه طاقچه کې ایښودل کیده. د چین د خاورې لوښي ” چیني” او په انګریزي کې “چاینا” نومیدل. هلته […]
نیمګری انځور د لنډو کیسو دغه لومری غونډ مې په ۱۹۹۹ م کې دانش کتاب خپرنځي له خوا چاپ شو. د پښتۍ انځو ورته ښاغلي ویس الدین غیاثي جوړ کړی و. د دې کتاب ځینې کیسې د ۱۹۸۴ م په وروستیو کې مې په یوې کاپۍ کې لیکلې چې وروسته رانه په کتابونو کې ورک شو. یو […]
کوورې یا کوورے پنځوس کاله پخوا د پیښور د میوې په دکانونو کې به کله نا کله د شنو په شان یوه میوه ښکاره شوه چې کابل نه به يې راوړې وه. د چڼو په شان دغه ترخه او بې خونده میوه “کوورې” نومیده. کوورې د یورپ په بازار کې په مالګینو اوبو کې په بوتلو کې د […]
سنګاو د مردان نه ۴۰ کلومیټر جنوب ته د میاخان سنګاو (سنګهاو) کلي سره څو پخواني غارونه د انسانانو د استوګنې ځایونه وو. ځایی خلک ورته د “پرښو دره” وایی. په ۱۹۶۲ م کې د پاکستان نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني په دغو سمڅو پلټنې وکړې. د زمکې نه ۶۰۰ میټر لوړ دا غارونه ۳۰ […]
ګنج بخش د لاهور تر ټولو لوی ذیارت ته خلک د “داتا صیب” نوم اخلي چې د سید علي هجویریؒ په مقبره جوړ دی. شا و خوا ۵۰ زره کسان هره ورځ ددې زیارت له لنګر ډوډۍ خوري. سید علی د ۱۰۰۹ م په نومبر کې د غزنی په هجویر کې زیږېدلې او پلار شیخ عثمان الجلابی […]
زمبورک دا د هغې توپې تصویر دی چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه. د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه […]
فتح خان رابعه وایی چې پخوا زمانه کې د قندهار یو حاکم اسلم خان نومیدو. دی ډېر شته من او سخي مشهور و. خو اولاد يې نه پایدو نو ځکه هر وخت به غمژن و. د خدای کارونه چې یوه ورځ د کلا په دروازه يې یو پقیر خیرات وغوښتو نو د حاکم په غم خبر شو. هغه […]