Month: November 2018

امیر حمزه

په ماشومتوب کی د ” امیرحمزه ” کیسې مې په اردو کې لوستلې. د ده ملګري عمروعیار سره به د جادو ” ذنبیل” (کسوړه) وه. ده به پکې هرڅه غورځول او د اړتیا په وخت به يې ترې راویستل. دغه مېړنی د بې وزلو د مرستې لپاره، بدو سره جنګېدو او یوه ډله به ورسره […]

د اپیمو جنګونه

په ۱۹ پېړۍ کې د برطانوي هند کمپنۍ او د چین حکومت تر منځ د دوو جنګونو سبب “اپیم” و. د “وریښمو په لار” چین او یورپ ترمنځ تجارت په ۱۵ پېړۍ کې خپل اوج ته رسیدلې و. د چیني لوښو، وریښمو او بیا وروسته د چایوغوښتنه په اروپا کې ډېره وه چې قیمت يې […]

سکینه تابوت

د یهودانو د جنترۍ (کلنډر) په لسمه میاشت “نیسان” په ۱۰ نېټه”د هالیه ورځ” نمانځل کېږی. په دغه ورځ بني اسرایل د یو لرګین صندوق سره د اردن سیند نه پورې فلسطین خاورې ته ورسیدل چې حضرت موسا علی السلام ورته د دغه وطن بشارت ورکړې و. د لرګي هغه صندوق، ” د سکینه تابوت” […]

فیروز

د لبنان سندرغاړې فیروز په عربی نړۍ کې خلک یو بې څارې هنرمندې په توګه پېژني. د عیسایی دین منونکې فېروز، د قران کریم د ایاتو په تلاوت، سوچا عربي تلفظ زده کړو او هره یوه سندره د عبادت په شان وایی. د فېروز خپل نوم”نهاد ودیع حداد” او په ۱۹۳۵ م کې د لبنان […]

جهیل سیف الملوک

د کوڼرسیند سرچینه سیف الملوک له سمندر ۳۲۲۴ میټر لوړ د پاکستان ترټولو لوړجهیل دی. خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلع کې د کاغان درې په شمالي څنډو دغه جهیل د ناران نه ۸ کلومیټر شمال کې دی. دې ته نزدې د “ملکه پربت” غرونه دي. د ناران د ویالې سره په یوه کچه لار زرګونو […]

مورګېنسټین

په ۱۹۲۴ م کې یو ځوان اروپایی په کابل کې د امیرامان الله خان دربار ته ورغلو. ده د خپلې پیژندګلوۍ لپاره، د ناروی د باچا له خوا یو لیک وړې و چې امیر ته يې وړاندې کړو. دغه ځوان، جورج وېلنټین وونمنت مورګنسټین په ۲ جنوری ۱۸۹۲ م د ناروی په پلازمینې اوسلو کې […]

د ګجرات پښتانه

عالیه سلطانه د “بلاسينور” د وروستي نواب لورده. په ۱۹ میلادي پېړۍ کې د هند په لویدیځ کې د ګجرات په ساحلي سیمې د جوناګړه او مناودر په شان بلاسینور هم د “بابي” پښتنو یوه نوابي وه. د ګجرات، کاټهیاواړ د سمندر پرغاړه جوړ د سومنات مندر په ۱۱ میلادي پېړۍ کې د غزني سلطان […]

چکري مناره

د کابل نه ۱۶ کلومیټر جنوب ختیځ کې ۲۸ نیم میټر لوړه چکري مناره د کشان سلطنت د اوج یوه نښه وه. دا د لومړي میلادي پېړۍ په وروستیو او دویم میلادي پېړۍ په شروع کې له خښتو او پلستر جوړه شوه. د کابل د شمال نه تر جنوب ۶۰۰ میټر لوړ د غونډیو سلسله […]