Month: November 2019

علی مسجد روغتون

د علی مسجد غونډۍ په تاو راتاو لاره زمونږ موټر په هواره ودریدو. لږ وړاندې پخه او ښایسته د تیږو په لاره مرمر او نور تیږې خښې وې. د اوسپنې یو دروازې ته ودریدو چې بهر نه لکه د زندان د سیخونو په شان ښکاریده. دننه تکه توره تیاره وه خو د ملیشیا بدرګه ځوان […]

د مومندو جنګونه

د ۱۸۵۱ م نه وروسته د سپین غر دواړو غاړو مومندو او انګریز پوځ تر منځ ۸۳ لوی واړه جنګونه وشول. د مومندو لوی ټبر له کندهار او کندوز تر پیښور خپور دی. د باجوړ، کونړ او ننګرهار د غرونو پورې راپورې د دې قام یو بل سره خپلوي ده. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر […]

اتڼ- شاډوله-بلبله

د خوشالۍ په وخت د سړو یا د ښځو ډله په ګډا یوه دایره کې څرخي. دا څرخ تل د ښې نه ګس لاس ته وي. یاني د ګړۍ د ستنو مخالف لور ته خلک تاوېږي. د داسې ګډا خپل نومونه دي چې ټولې نړۍ کې په قبیلوي ژوند کې يې رواج و. د هند […]

ګل باران

د ۱۹ پېړۍ په کاکړی غاړو کې ګل باران “ګل بارو” په نوم یاد شوی دی. چه شنکئ تاڼه ئې کښه (برید) ګل بارو کړګي (کړی) ده ساده په ټوپو تښتي سیکان داسې غړوبې (خوځښت) د ګل باران بېخي ټيک ولي په نښه ګل بارو وژني ګورکيان د ژوب ملیشیا په ۱۸۵۲م کې د یو […]

کوشیر

سوچا (چیني) لوښی به مات شو نو ښځو به سمبال ساتلی و. په کوڅه کې به یو سړي کله نا کله “کوشیر” ناره کړه نو ښځو به کار پریښود او د کور له یو ګوټ نه به يې مات چینک- پیاله –کاسه یا غورۍ را وویستل. په ماشومانو کې به نر هغه و، چې دغه […]

سپورټ او ملت

نیلسن منډېلا چې په ۱۹۹۴م کې په جنوبي افریقا کې ټاکنې وګټلې، د دغه هېواد سپین پوستي او نور نژاد پالان یې هک حیران کړل. یو کس چې ۲۷ کاله په زندان کې و او بیا ولسمشر شو، د هېچا زړه ته نه لویده. د منډېلا د ولسمشرۍ په اول کال کې د جنوبي افریقا […]

پښتو فلم

د پښتو لومړی فلم “لیلی مجنون” په ۱۹۳۹ م کې جوړ او په ۱۹۴۲ م کې پیښور نه علاوه په بمبۍ او کلکتې کې هم خلکو ولیدو. د فلم دایریکټر امیرحمزه شینواری او د موسیقۍ تړون ورته عبد الکریم کړې و. په فلم کې “هېریجې” د لیلی او رفیق غزنوي د مجنون رول ولوبوو. سندرې […]