د سوات اوپاله ډېر پخوا زمانه کې د سوات یو راجا “اوپالا” نومیدو. د ده نیکه جادوګر او طلسم ورته په میراث کې پاتې و. دی ډېر زوره ور و چې د خپل جادو په زور به د سوات په دوره د لرګي په “پالکۍ” کې هوا کې الوتلو. داسې روایت و چې د هغه نیکه یوه اسطوره […]
کامریډ او همدرد د ۱۹۱۰ په پای کې یو ځوان په کلکته کې د خپل وکیل ملګري سره د یو اخبار خپرولو تابیا کوي. د ده په جیب کې هغه وخت دوه نیمې روپۍ خو عزم يې لوړ دی. دغه ځوان محمدعلی جوهر په ۱۸۷۸م کې د رامپور یوې پښتنې کورنۍ کې زیږېدلې و. په علیګړه او اکسفورډ […]
د غوز ونه دغه پخوانۍ ونه په تورخم کې د خیبر رایفلز “مچني پوسټ” د پوځي افسرانو په میس کې شنه ده. د غوز (جوز) د ونې سره دوه زنځیرونه او یوه لرګینه لوحه ځوړنده ده. په دغه تخته انګریزي کې لیکلي دي، “زه ګرفتار یم” یو ماښام برطانوي پوځي افسر چې ډېر شراب يې څښلي وو، په […]
جمال ګړۍ د پښتونخوا تر ټولو ښایسته لرغونی بودایی اثار د جمال ګړۍ په غونډۍ ښکاري. د مردان نه ۱۳ کلومیټړ د کاټلنګ په لار جمال ګړۍ د لومړی میلادي پېړۍ راهیسې د بودایی خانقاه لپاره مشهور شو. د دې د تیږو ودانۍ په یو ښکلې نقشه او ترتیب جوړ دي چې د غر د پاڅه شا […]
مهر چند کهنه په ۱۹۳۷م کې جوړه د صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) د دویم حکومت د خزانې وزیر مهر چند کهنه نومیدو. مهر چند په اول جون ۱۸۹۷م کې پیښور کې و زیږېدو. د ده پلار کرم چند په خټه پنجابی او یو شته من کاروباري او کور يې د صدر په مال روډ او اوسني ارباب روډ […]
دُکّی د بلوچستان په لورالایی ضلع کې د دُکّی نه ۲۰ کلومیټر جنوب ختیځ کې یوه وړه غونډۍ شهرغالی (غلی) په نوم شهرت لري. دُکّی (دوکي) یو وروسته پاتې سیمه ده چې کاکړ، ترین، لوني، نچاري او شادوزي قامونو خلک پکې میشت دی. په ۱۵۴۵ م کې دُکّی د کندهار یوه ولسوالي او د بابر باچا […]
د پیښور سینماګانې د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته هند کې لومړی خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده. په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه. دلته یواځې انګریز او هندي پوځ غړو به خاموش فلمونه لیدی شول. دوېمه سینما “ډیلکس” یو کاروباري، هری چند کپور د پوځي بارکونو په منځ […]
غوړاسکی د اباسین شا و خوا سیمو کې غوړاسکی ډېر وي او خلک دغه بوټی د سوند لپاره کاروي. په لاطین ( انګریزي) کې د دې ساینسي نوم “ډوډونیا ویسکوسا” دی چې د ګرم او معتدل هوا بوټی او د نړۍ په ټولو براعظمونو کې شنه کېږي. په جنوبي هند کې “ویرالي” په اسټرلیا کې “هاپ […]