Month: January 2020

دریا خان مقبره

د ډېلي په جنوبي مارکيټ “قدوايي نگر” کې يوې لوړې باندې جوړ د څلورو گومبدو يوه جوپه د ۱۵ پېړۍ د لودیانو د جوړښت یوه بیلګه ده. دلته د دريا خان لواڼي مقبره ده چې د لودي باچاهانو په وخت کې قاضي القضات و. دریا خان د بهلول لودي، سکندر لودي او تر ۱۵۲۶م ابراهیم […]

پوله پټی

پوله د دوو پټیو په منځ کې هغه سرحد وي چې د خاورې او په څو تیږو جوړ شوی وي. د پښتنو په سیمو کې د دغو پولو سره د ویالې، لښتي یا سیند اوبه، د یو کس پټی خړوبوي. د کروند ګرو د اوبو وار ټاکلو لپاره د کلي خلک په یو هوجره کې […]

جوغه

جوغه (جوقعه) یا جیغه د سرو زرو هغه ګاڼه ده چې د هند په لویه وچه او پارس کې شته منو سړو په پټکي یا ټوپۍ کې ټومبله. د دې نه وړاندې د شاهانو او راجه ګانو په پټکي کې د طاوس يا د مرغ زرېن بڼکه د دوی د واک او مقام ښکارندوی وه. […]

د امیر عبد الرحمن وصیت

په تورخم کې د خیبر رایفلز ملیشیا مرکز په وړوکي میوزیم کې پروت د پیتل یوه دړه د لرګي په چوکاټ کې بند او د پاسه پرې عربي متن کنده شوی دی. عربي متن په پښتو کې دا مانا ورکوي. ” په دې کې شک نشته چې ډېر ژر زما روح به د خپل پروردګار […]

خوارزم او چنګیز

په تاریخ کې د “کله مینار” ټکی د چنګیز ویجاړونکي ځواک سره تړلی دی. په ۱۲۰۰م کې د مرکزي ایشیا ترک قبیلې خپل منځ جنګونو کې محمد علاوالدین د اوسنی تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان، قرغزستان او داغستان سیمه ونیوله چې خوارزم نومیده. د دې لوړو غرونو نه وراخوا منګولیا (مغلستان) یوه لویه دشته کې د کوچیانو […]

ابادي بانو بیګم

د هند د خپلواکۍ غورځنګ دوو وروڼو محمد علی جوهر او شوکت علی مور په تاریخ کې د “بي اما” په نوم شهرت لري. ابادی بانو په ۱۸۵۰ م کې په روهیله ریاست رامپور کې وزیږېده. د دې پلارشیخ مظفرعلی په نجیب اباد کې د پوځ په سپاره دسته کې شامل و. په ۱۸۵۷م کې […]

پیښوری خوانچه

د لرګي او اوسپنې جوړ، دغه لوی پتنوس به ډېر دروند و. په دې کې به يې د واده ( ولیمې) ډوډۍ ورکوله. د پیښور په لارو کوڅو کې “خوانچه فروش” په دغه پتنوس کې واړه توکي او چڼې مومپلي خرڅول. د “خوانچې ډوډۍ” ښار په شته منو ودونو کې میلمنو ته ورکړې کیده. د […]

عثماني سلطنت

د ترکانو ۷۰۰ کاله واک چې د شمالي افریقه نه تر هند ملکونه پکې راټول وو، په ۱۳ میلادي پېړۍ کې پېل شو. هغه وخت د ترکمانستان نه ارطغرل نومې قبیلې کوچ وکړو او اوسني اناطولیا ته ورسید. هلته دوه ډلې په جنګ وې او سلیمان ارطغرل د یوې ډلې په ملاتړ خپلو ۴۰۰ سپارو […]