کنګینه یوه خټینه کټوۍ چې تازه انګور پکې وساتي، سر يې په خټو بند کړي او تر زمکې لاندې یا یخ ځای کې کېږدي. په ژمي کې هغه وخت چې نوره میوه ختمه وي نو دغه کنګینه یو ځل بیا تازه انګور خوړلو لپاره راوباسي. د افغانستان په خاوره د کندهار نه تر تخار انګور پیدا […]
د ګوګل ژباړه څو اوونۍ کېږي چې د فیسبوک د یو ملګري پاڼه مې ولیده. د پلوسۍ ګومبد په اړه زما پښتو مضمون د ګوګل انګریزي ژباړې سره يې خپور کرې خو نوم پرې د بل چا و. زما د فیسبوک پاڼې نه هغه ټول تصویرونه يې په خپل نوم خپاره کړي وو چې د ګومبد لیدو په […]
د کاپیسا زمري د ۲۰۱۹م په پای کې له کاپیسا د دوو زمرو مجسمې وموندل شوې چې ژبې يې راویستې دي. دا د څو پوڼیو دواړو غاړو ته په تیږه ۴ میلادي پېړۍ کې جوړ وو. لرغونپوهان باور لري چې دا یو بودایی “قربان ګاه” ته د ختلو لاره وه. کاپیسا د کابل نه ۲۰ کلومیټر شمال کې […]
د رباطک ډبرلیک د افغانستان شمالي ولایتونو کې د روسانو له وخت ماینونه شیندل شوي وو. د روسانو له وتلو وروسته د ماینونو د پاکولو کار پېل شو. په ۱۹۹۳م کې د ایبک نه ۴۰ کلومیټرختیځ کې رباطک په غونډۍ د ” هېلو ترسټ” ماین پاکانو یو ډبر لیک وموندلو. د دوی یو برطانوي کارکوونکي يې عکس واخیستو […]
جوهر د ۱۹۳۰ م په وروستیو کې د لندن په یو کانفرنس کې محمد علي جوهر ته د خبرو لپاره ۵ مینټه وخت ورکری شو. ده د غونډې ګډونوالو نه پوښتنه وکړه، “زه ۳۲ کروړ انسانانو استاځی، د ۶ زره میل سفر نه وروسته دلته راغلم. زه په یو منټ بلکه په یوه ثانیه کې د […]
جوګ-یوګ او یوګا شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا، د جنوبي هند جولاګانو له کرناټکه، اندهرا پردیش او تاملناډو شمال ته کډه وکړه. دوی د لرګي په اوزار له کاټن کپړه (ټوکر)جوړله. دوی د دنیاوي شیانو سره ځان نه نښلاو، واده يې نه کاو او د نفس د کنټرول لپاره مشر ورته څو اصول ټاکلي وو. یو دا […]
هونیګبرګر د افغانستان د بوټو او نباتات په اړه لومړی کتاب د یوهانس مارټین هونیګبرګر په قلم وکښل شو. دی په ۱۰ مارچ ۱۷۹۵م آسټریا (اتریش) کې وزیږیدو او له وړوکي عمر نه بوټو او ونو مشاهده يې کوله. د راټولو شویو پاڼو انځورونو جوړولو سره سره د بوټو له طبي ګټو به يې ځان خبراو. […]
له جهان نما تر چلستون د ۴۰ ستنو یا چلستون په نوم اصفهان کې د قاچار سلطنت یو پخوانی محل هم شته. خو نه پکې دومره ستنې جوړې دي او نه د کابل چلستون د خپل نوم سره سمون خوري. ښایی د یو پخوانۍ لوی ماڼۍ دغه نوم وروسته هر ځای عام شو. د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې کابل […]