Month: October 2020

نعمت خانه

د لرګي او اوسپنې جالۍ وړه المارۍ، پخوانو کورونو کې د سامان یو ضروري برخه وه. هغه وخت چې فرج ( یخچال) نه و، خلکو پاتې ډوډۍ، میوه او کتغ به په دې المارۍ کې ساتل چې د پخلنځي یو ګوټ یا د کور یخ ځای کې پرته وه. مونږ به ورته “جالۍ” ویل. نورو […]

پالې شاه

د ژوب د پالې شاه دا تصویر د ۱۹۳۰م په لسیزه کې اخیستل شوی دی. سید پالې شاه په خټه عرب او په ۱ جنوري ۱۹۵۱ م کې له مړینې وروسته په دیه وال کلي کې خښ دی. د پالې شاه دواړو لاسونو په ګوتوغټې ګوتمۍ، په پښو دودیزه پڼې (موچڼې) او په سر يې […]

یووې

زمکه قولبه کول او پکې یووې (یوې) ګرځول د انسان تر ټولو لومړی ساینسي کارنامه وه. د ۲۰ پېړې یووې یو یا دوو غوایانو ته اړ وو. د غوایی په څټ پروت جغ (ژغ) او د دې “جغونډی د “ولی” له لرګي جوړیدل ځکه دا به سپک و. د یووې لپاره د ” څېړۍ” (بلوط) […]

زبان افغانی

د ۱۹ پېړۍ په سر کې د کلکتې نه اروپایی پادریان د هند هرګوټ ته د تبلیغ لپاره ورتلل. په ۱۸۱۸م کې د انجیل څو پاڼې په “افغاني ژبه”(پښتو) هم وژباړل شوې. د مبلغینو نه علاوه برطانوي پوځ افسرانو ته هدایت وشو چې پښتو زده کړي. په ۱۸۳۴م کې د انجینیرانو دستې میجر رابرټ لیچ […]

تور او سپن

په ۲۰۱۲ م کې یوې سروې تر مخه په هندوستان کې د ارایش په توکو کې د مخ پوټکی سپینولو کریم ترټولو زیات خرڅېږي. په هند کې ولې خلک خپل پوست سپینول غواړي؟ د دې تاریخ د انګریزانو له وخته پېل کېږی. “ګورا صېب” واکمن و او د دوی سپین مخ د واک او د […]

کالاباغ بند

د هند له وېش وروسته، پاکستان خپلو کارخانو جوړولو لپاره بجلۍ (بریښنا) ته اړ و. د ده په برخه د پنجاب لوی سیندونو سرچینه په همالیه کې وه. په ۱۹۵۴م کې په اباسین د څو بندونو وړاندیز وشو چې یو پکې په کالا باغ کې و. دا د پنجاب یوه نوابي وه او هلته د […]

ایدهي

د ۲۰۱۶م جولای میاشت، د کراچي په سرکاري روغتون کې د ۸۸ کالو یو مرګی حال سپین ږيری وصیت کوي. که غړي مې روغ او د بل انسان پکاریدل نو له خښولو وړاندې رانه وباسئ. په ۸ جولای دغه بوډا عبدالستار مړشو نو سترګې يې یو نابینا ته ولګول شوې. عبد الستار په ۱۹۲۸م کې […]