Month: December 2020

شیخ پولاد بابا

د شبقدر کلا نه ۲ کلومیټر په فاصله د سړک نه ۵۰۰ میټر لیرې یوه لویه هدیره د شیخ پولاد (فولاد) بابا په نوم مشهوره ده. دا زیارت د پوټکی ننکو(دانو) د درملنې لپاره اوس هم شهرت لري. د زیارت سره نزدې د کابل سیند یوه ویاله بهېږي چې پخوا به خلکو د دانو د […]

کوچۍ او ټرین

په دغه تصویر کې یوه کوچۍ د خپل ماشوم سره ټرین ( اورګاډي) ته د ختلو په حال ښکاري. د کوچی ښځو تور لباس تر کلونو اغوستل کیده او په پښو به يې پېزار نه وو. د پخلی لپاره لرګي او اوبه دوی پخپل سر راوړل. داسې کوچی ښځو به د کابل نه تر بنګال […]

مدينة الزهراء

د ۱۰ عیسوي پېړۍ په سر کې د اندلس امیه امیرعبد الرحمن (دریم) د یو شاندار ماڼۍ او ورسره ښار بنسټ کیښودو. “الزهراء” د حضرت محمد(ص) د لور فاطمه (رض) لقب و چې مانا يې ګلابي مخ لرونکی جینۍ ده. په ۹۲۸م کې د اندلس خلیفه دویم عبدالرحمن په آیبیریا کې پښې ټینګې کړې او […]

د چترال جنګ

له پېښور ۲۵۰ کلومیټر جنوب د هندو کش په غرونو کې چترال د سمندر له سطح ۱۵۰۰ میټر لوړ او سرحد يې افغانستان شمال او ترکستان سره لګي. برطانوي حکومت په هند د روسانو د حملې خطر احساساو او ګلګت کې يې چاوڼۍ جوړه کړې وه خو چترال ته يې هم نیت بد و. د […]

له ګل بي بي تر ملالۍ میوند

د جان بټ لیکنه “د پولې پورې رادیو” ګل بي بي” چې کله انعکاس رادیو ته ورغله نو ملاله میوند شوه. خو زمونږ لپاره به هغه تل ” ګل بي بي” وي. د پولې پورې په ډرامه کې ګل بي بي د ملک غني د میرمنې رول لوباو. ملک غني ښه سړی نه و ځکه […]

ملتاني خټه

په سکول کې مو د شین بخن رنګ خاورې غونډ د کتابونو ( قرطاسیی) له دکان اخیستو. دا به په هغه لامده تختۍ وهل کیده چې له وچیدو وروسته پرې په قلم او رنګ توري لیکل. هغه وخت خبر نه وو چې دغه خټه شوی خاوره له ملتان راځي. مونږ به ورته ” ګاچي” ویل. […]

دلاسه خان

په ۱۵ مارچ ۱۸۴۷ م په بنو کې میجر ایډورډ هربرټ د سیمې یو نامتو جنګیالي، دلاسه خان د راتلو په انتظار و. دی هغه وخت د سیکانو د استاځي په توګه بنو ته رسیدلی او دلاسه خان ته يې د روغې لاس غځولې و چې هغه وخت سپین ږیری و. په ټاکلي وخت ۶۰ […]

د سیکانو دوره

په پښتونخوا کې اوس هم هغه خلک ژوندي دي چې د سیکانو کیسې يې خپلو مشرانو نه اوریدلي وو. ځینې سپین ږیري د چا د ظلم ذکر کوي نو وایی دا څه “سکها شاهي” خو نه ده. د ۱۸ پېړۍ تر پای، پنجاب کې د سیکانو جنګي ډلو پخپل منځ کې يو کنفيډريشن “سربت خالصه”جوړ […]