Month: January 2021

د پیښور باغونه

زما د ماشومتوب په یادونو کې سهار د پلار سره شایباغ (شاهي باغ) سېل و. کور مو د پیښور ښار په اشنغرۍ کې او سپیده چاودیدو سره به له کوره ووتلو. هغه محال سړکونه به خوشې او دکانونه به بند وو. تر شاهي باغ کله نا کله یو کس ښکاره شو چې د بسونو اډې […]

د شیرشاه مقبره

د ۲۰۰۳م په پای کې ساهسرام (سهسرام) کې د شیر شاه سوري مقبره مې ولیده نو هغه وخت هم په ښه حالت وه. دا د هند دویم تاج محل په نوم شهرت لري. له پټنې۲۰۰ کلومیټر لیرې ساهسرام د شیرشاه وطن و. د بهار اوسیدونکي په بهوجبوری ژبه کې ورته “ساه” (شاه) وایی. شیرشاه سوري […]

برکي ژبه

د ډېره اسمعيل خان په لوېديځ کې د ګومل درې یوه لار “سنگ سرخ” په وچ موسم کې به د پاونده قافلو لپاره ښه وه. خو د باران په ورځو کې به هلته هرځای خوړ را وختلو. قافلې به کله یو او کله بل غر ته اوړيدل چې اوښان او خلک به پکې مړه شول. […]

د تنګي شهید

په ۱۹۲۰م د جون په پای کې د سندهه “لاړکانه” نه يو وړوکې خصوصي ټرين پیښور ته روان شو. په دې کې د خلافت تحریک مخکښان د خپلو کورنیو سره ناست وو. د هند ځینو علماو، د ترک عثماني خلافت په پلوي، د انګریز په ضد ” خلافت تحریک” پېل کړې و. شیخ الهند مولانا […]

دستنبو

د سکول په زمانه کې مو د مرزا غالب شاعري هم لوستله او د ده د کتابونو په لسټ کې یو نوم ” دستنبو” چې مونږ به دستمبو تلفظ کاو لیکلی و. استادې راته ویل چې دا یو ډول خوشبویی وي. کلونه وروسته یو افغان راته وویل چې دا یو خټکی (خربوزه) وي. په ۲۰۰۵م […]