میرمن عینو زما د وړوکتوب په وخت کي د کندهارد ټولوخلکو، سپین ږیرو، ځوانانو ښځواونجونو په خولو کي یو نظم پروت و. کومې برخې چې زما هیري شوی هلته مي ټکی (…) ایښي دی. احمدشاه بابا غازي خدای دې وی له ده راضي چې یې وتړله ملا مرهټي د جنګ په پلا دی رهي سو په سامان […]
د اټک اورګاډی په هند کې د اورګاډو د پاټلۍ او سټیشن جوړول هغه وخت پېل شول چې انګریز ډېلي ته ورسیدو. د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې پنجاب ته هم د پاټلۍ په جوړولو لاس پورې شو. د ۱۸۷۵م ترپای د لاهورنه یوه لیکه ګجرات پورې وغځیده. کال وروسته په جهلم سیند د اورګاډي پل جوړ شو. […]
مرغومې – مارخور په ۲۰۱۵م کې د وحشي ځناورو د ژغورنې ادارې مارخور اوزه (چېلۍ) په ښکار او نیولو بندیز اعلان کړو. داسې ویره ده چې د مرکزي ایشیا قراقرم او د همالیه د غرونو د دغه ښایسته ځناورنسل په ختمیدو دی. د مارخور ښکرونه تاو راتاو وي او یو روایت دی چې دا مار په خپلو غاښونو […]
چټل هویک په اناطولیا په جنوب کې د کاڼي ( نیولیتک) زمانې دغه کلی د میلاد نه ۷۰۰۰ کاله پخوا اباد و. چټلهویک د قونیه جنوب ختیځ کې د دشتو یوه غونډۍ ده چې په لویدیځ او ختیځ کې يې د بازنطیني دوری اباد دوه وړې غونډې هم شته. په ۱۹۵۸م کې یو برطانوي لرغون پوهه جیمز […]
د مولانا جایزه او د هند مسلمانان سږ کال (۲۰۲۱م) د هندوستان د جمهوریت په ورځ، د جنورۍ په ۲۶ د پدما ویبهوشن اخستونکو کې د مولانا وحیدالدّین خان نوم د ناظرینو لپاره په زړه پورې و. د پدما ویبهوشن جایزه په هندوستان کې د ملکی کسانو لپاره دویم لوړ مقام لري چی ړومبی لوړ مقام د بهارت راتنا دی. په پښتنو […]
د ډمو ژوند دا تصویرونه په ۱۸۷۹م کې عکاس جان برک په کابل کې په خپله کیمره واخیستل. په دې کې د نڅاګرو یوه ډله ښکاري چې انګریز ورته ” ناچ ګرلز” ویل. یوه جینۍ په خصوصي توګه د ده د پام وړده چې ورته ” ډمپس” یاني د “غمژن” نوم ورکوي. د دوی څيرې د غم او […]
په لنډۍ کې کیسه ما له د سترگو محصول راکړه پرون کور نه وې ما به لار درته کاتنه ولې د سترگو محصول درکړم چې څوک مئين وي هغه سل لارې ساتينه پقيره ته په وخت رانغلې د نيمې شپې خېرات به څوک درکړي مئينه پقير ته وخت او بې وخت نشته څوک چې سخي وي هغه تل خېر […]