Month: October 2021

بانو

په ۱۹۹۲م کی د پیښور په “کانټی نینټل” هوټل کې د پښتو افسانو کتاب “خوبونه” د مخ کتنې غونډې ته ورغلم. لیکوالې او استادې، ذیتون بانو سره مې ډېره موده وروسته ولیدل نو کتاب يې راکړو. بانو مې د سکول د زمانې نه پیژندله او ما سره يې لکه د مشرې خور چلند کاو. د […]

طلایی ریشه

د ۲۰ پېړۍ تر نیمایی، پړي (رسۍ) بوجۍ او ټاټ (بوریا) به د سڼ نه جوړیدل. سڼ(سنډ) په هندي کې پټ سن او انګریزي کې “جوټ” د اوبو د یو بوټي ریشه وي. دا د پنبې (کاټن) نه وروسته دویم بوټی دی چې انسان د لباس نه واخلی تر بېړیو په جوړولو کې کاراو. د […]

د وزیرو نرخ

د افغانستان له غرونو، هندوستان ته تلونکو کوچیانو کې کرلاڼی وزیر ټبر هم و. د وزیرو” تیمان” یا قامونو به د ګومل سیند پرغاړه کېږدۍ ټک وهلې او ترسپرلي به هلته اوسیدل. یو وخت دوی په بیرمل کې میشت شول چې اوس د افغانستان برخه ده. تر ۱۴ پېړۍ وزیرو نو د برمل شمال ختیځ […]

شهزاده جمهور

په ۱۸۳۹م کې برطانوي پوځ په ملا تړ شاه شجاع د کابل په بالاحصار کې دویم ځل لپاره پر تخت کیناستو. د بارکزو له راتلو وروسته د سدوزو بې شمیره غړو پنجاب کې سیکانو ته پناه وړې او د انګریز په واسطه به يې ورته د میاشتې پینشن ورکاو. د شاه شجاع یو میره ورور […]

شموخه

د وریژو- غنم- اوربشو او جوارو نه وروسته شموخه پینځم ځای کې هغه بوتی دی چې د نړۍ انسانانو خپل خوراک لپاره پر زمکه وکرله. د پښتونخوا کروند ګر ورته “نری جوار” وایی او د شین بوټي نه علاوه د دې دانه له پخیدو وروسته څاروو ته په ونډه کې ورګډوي. شموخه په هندي کې، […]

عيّار او ایار

د عربی “عيّار” څو مانا لري. کاواکه، لوفر، کوڅه ډب او لنډغر لپاره د “عيّار ” نوم کارېږي. “ایار” ملګري یا دوست او هغه کس وي چې خپل سردار ته سفر په وخت د وړاندې خطرحال ورکوي. اوس وخت کې دا نوم د حکومتي “مشاورینو” لپاره کاریدای شي. عيّار نوم په عراق او ایران کې […]

بهلول لودي

په ډېلي کې د ۱۵ پېړۍ لودي جوړښتونه “پټهاني تعمیر” په نوم یادېږي. دا زیات تره مقبرې دي او یوڅو نه علاوه په نورو شناختې نه دي پاتې. د لودي سلطنت بنسټګر بهلول لودي او د ده ژوند له یوې معجزې کم نه دی. د بهلول نيکه بهرام خان په ۱۴ پېړۍ کې د روه […]

زما ژوند او ژوندون

د پښتنو د مشرعبد الصمد خان اڅکزي ژوند لیک دی د سیاسي مشر نه علاوه یو ژورنالیسټ په توګه را پېژني. دا لیکنه په ۱۹۵۹م جولای کې د ملتان په جیل کې يې پېل کړه او د جنوبي پښتونخوا په لهجه ځینې پخواني توري په هم هغه املا خوندي شوي دي. دا ممکن ځینو لپاره […]