Month: May 2022

د افغانستان پوځ

د امیردوست محمد خان له مړینې وروسته، د ده دریم زوی شیرعلي خان په ۱۸۶۳م کې د افغانستان پر تخت کیناستو. انګریزانو هغه وخت د روس له ویرې “فارورډ پالیسي” شړله او د خپلو سرحدونو د ټاکلو لپاره د افغانستان په لویه خاوره يې خېټه اچولې وه. بل خوا روس هم خپل استاځي کابل ته […]

د پښتو مینه

په ۱۹۰۶م کې د میاں نعمان الدین احمد کاکا خیل له خوا یو اشتهاري (اعلان) پاڼه خپره شوه چې د پښتو ژبې لیکوالانو د پام وړ وه. متن يې داسې و. ” د هرچا چه یو علم پخپله ژبه کې وي- هغه علم ډیر ځر- اسان حاصلولی شي- ذکه د پښتنو د علمیت د پاره […]

زما ژوند او ژوندون (۵)

عبد الصمد کورنۍ له افغانستان کډه کړی وه او د ۱۹ پېړۍ له پای د ده نیکونو د بیرته تلو کوشش کاو. خو امیر عبد الرحمن او حبیب الله خان ورته اجازه ورنکړه. بیا دوی امان الله خان ته خواست وکړو نو ډاډ يې ورکړو چې یو استاځی به ورسره رابطه وکړي. بیا د افغانستان […]

قانون او اپریدی

د فروري ۱۸۸۷م په یو سهار د تیراه یو جومات کې له لمانځه وروسته خلک لاړل. یو کس څادرلاندې پټ ټوپک وړی و او کله چې خپل هدف ته يې شیش نیولو نو چا نه لیدو. د خپل تربور کمال خان له وژلو وروسته دغه کس سمدلاسه پولیټیکل ایجنټ ته ورغلو او د مقتول په […]

د پښتنو جهاد

د ۱۹ پېړۍ له پېل، پښتونخوا د سیک مهاراجه رنجیت سنګ لاس ته ورغلو. په پیښور کې د امیر دوست محمد خان وروڼو هر کال لاهور ته باج ورکاو خو د سیک جنګیالو د ظلم مخه يې نشوه نیولی. هغه وخت د هند د برېلي څخه سید احمد شا و خوا ۷۰۰ مجاهدینو سره پښتونخوا […]

ګوبیکلی تپه

د ترکي اناطولیا په جنوب ختیځ کې یوولس زره (۱۱۰۰۰) کاله پخواني د تیږې د زمانې آثار تر ټولو پخوانی عبادت ګاه ګڼلی شي. دا ځای “ګوبیکلی تپه” (د ګول خېټې غونډۍ) نومېږي چې له زمکې ۵۰ فټه لوړه ده. هلته لومړنۍ سروی د استنبول او شکاګو پوهنتون لرغون پوهانو په ۱۹۶۰ م کې وکړل. […]

چیړ

د پلوسې له ونې راټول شوی وچ شوی سلیخ (چیړ) د شاتو رنګ لري او په حکیمي نسخو کې پکارېږي. په نړۍ کې د ډېرو ونو په تنه سلیخ لرونکی اوبه راټولېږي چې وروسته بیا کلک شي او ځینې يې د انسان لپاره ګته ور وي. د هر یو خپل بوی او ځانګړتیا وي چې […]

سیده قانته بیګم

د ۱۹۷۰م په لسیزه کې ما د پیښور ریډیو” د خویندو پروګرام” لپاره مضامین لیکل. ذیتون بانو يې پروډیوسره وه او هره اوونۍ به يې یوه میلمنه د ژوندي پروګرام لپاره رابلله. سیده قانته بیګم به مې اکثر لیدله چې په سپینه بورقه کې پټه دننه سټوډیو ته ورتله. په هغو ورځو کې د ستوډیو […]