د ۱۹۲۵م په اوړي کې د افغانستان او اطالیه (اټلي) حکومتونو ترمنځ یوه داسې پیښه وشوه چې د دواړو ملکونو ملت پالنه (نیشنلزم) يې وننګوو. یو اطالوي انجینیر “داریو پیپرانو” چې په کابل کې میشت و، په څه جرم تورن شو. د دې تفصیل څرګند نه دی خو پولیسو ته رپورټ وشو او یو افسر […]