Month: January 2023

صاحبزاده یعقوب خان

په ۲۶ جنوري ۲۰۱۶م نامتو ډپلوماټ صاحبزاده یعقوب خان د ۹۵ کلونو په عمر کې وفات شو. دی د رامپور د نوابي کورنۍ یو غړی او برطانوي پوځ افسر و چې په ۱۹۴۷م کې يې پاکستان ته کډه وکړه. د هندوستان د نجیب آباد ریاست وروستی نواب جلال الدین خان په ۱۸۵۷م کې د انګریز […]

غوری یشم

د بارکزو یو پخواني کور کې مې د زینتي توکو سره خړ بخن شین لګن (ترامه) هم اولیدو. د کوربه خانداني روایت دا و چې زهر ژن خواړه (اینګولي) که په دغه “غوری یشم” کې يې واچول نو هغه به وچاودیدو. د اصفهان په میوزیم کې مې د شنې تیږې وړې کاسې او چینک لیدلي […]

د میکناټن مقبره

په ۱۸۴۱م د دسمبر په ۲۳ د کابل په جنوبي غونډۍ د انګریز استاځي ” ویلیم میکناټن” قتل د برطانوي سلطنت لپاره لوی ګوزار و. د میکناټن پلار د شمالي آیرلینډ اوسیدونکی او په مدراس کې مشر قاضي و. ویلیم په انګلستان کې د سبق څخه وروسته ۱۸۰۹م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ پوځ کې […]

میخکی او چارګل

د ښځو لپاره د پوزی دوه ګاڼې پخوا ډېر رواج وې. میخکی اوس هم کله کله د فیشن برخه وګرځي خو د پوزې سورۍ کول اوس یو عیب ګڼلې شي. په هندي کې “کیل” پنجابي کې “کوکا” او پښتو کې د “میخکي” ټکی د لونګو لپاره هم کاریدو. د پیغلې پوزه چې به په ستنې […]

سقراط

په نړۍ کې لږ کسان داسې دي چې پخپله يې هيڅ نه وي ليکلي خوهغه علم چې دوي لرلود شهرت سره د نړۍ هرگوټ ته رسيدلې وي. په دې کې يونوم د سقراط دې. ده پخپل ژوند کې د ليکلوهڅه هم نه وه کړې. دده علم دده شاگرافلاطون په ليکنو کې نوروته ورسيدوچې د يوډايلاگ […]

شیندلی روپۍ

د واده په بلن لیک ۶ بجې وخت لیکلی و او زه لا هم په لاره وم. د شپږو نه نیمه ګېنټه تیره وه او ځان سره مې کرل ریبل چې کوربانه ته به څه وایم؟ د کور نه وتل هم پوره غم وي…ماشومانو ته ډوډۍ تیاره کړه،… المارۍ قلف کړه… د ناوې تحفه په […]

ګرز

په هندي کې “ګده”، انګریزي کې “مېس- کلب یا بلجن” د فارسي او پښتو ګرز (ګورز) دی. په سمڅو کې اوسیدونکو انسانانو په یو ګول تیږه به سورۍ کړه او د ونې کلک لرګی به يې پکې خښ کړو. دا یو ساده ګرز و چې د ځناورو د ښکار لپاره کاریدو. د انساني ژوند په […]