Month: June 2023

مردان شوګر مل

د اباسین پر غاړه ښرازه زمکه د زرګونو کالو راهیسې خلک ګنی کري. په دودیزه توګه د نومبر څخه تر فروري، څلور میاشتې به د کلیو په ګاڼۍ کې له ګنو ګوړه جوړیده. د دویم نړۍ وال جنګ څخه وروسته، انګریزانو، د نورو مستمرو په شان په مردان کې هم د یوې کارخانې بنست کیښودو. […]

د حجر اسود غلا

هر کال د حج په موقع په لکونو خلک خانه کعبه کې د تورې ډبرې يا حجراسود د ښکلولو لپاره يو تربل وړاندې کيږي. دوي عقيده لري چې دا تيږه د جنت نه راغلې ده. لږ مسلمانان خبردي چې څه د پاسه زر کاله کيږي چې دمسلمانانويوې ډلې دا تيږه له کعبې وويستله او بيا […]

هندکو

د اتوار ورځ لندن په “هېز” بازار مې د بس انتظار کاو چې یوې ښځې غږ مې واوریدو. په کلیوال هندکو کې يې چا ته د چایوست کاو. هغې ورته ویل چې د ګوردوارې (سیکانو عبادتځای) نه اوس راغلو، کور ته ځو. دغو ښځو کمیس پرتوګ اغوستی، د لویو تورو ویښتو کمڅۍ يې په شا […]

مد و جزر

د نړۍ د ټولو سمندرونو څپې په یو ورځ او شپه کې بره یا ښکته غورځي چې په عربي کې ” مد و جزر” او په هندي کې ” جوار بهاټا” نومېږي. زمونږ زمکه ۷۱ في صد اوبه او له هغې هم ۹۶ نه زیاته برخه په سمندر کې ده. زمکه د نمر چاپېره او […]

ستي او جوهر

الهي! د محبت سوز و ګداز را په دا اور کې د ستي، سمندر ساز را د عبد الحمید مومند په شان د پښتو ځینې نور شاعران هم د “ستي” ذکر کوي. “ستي” د هندوانو د اسطورې “پاروتي” یوه بڼه ده چې مانا يې ریښتونی وي. د مهابهارت په جنګ کې پانډوانو قام “کورو” ته […]

د قاتل علاج

په سپرلي کې د باغبانۍ خپل خوند وي او يو کال مې په باغ کې ډيرښکلي ګلونه وکرل. هوا چې لږه ګرمه او نمژنه شوه نو ماښام به غټ غت چينجي راووتل او د بوټو شنې نرمې پاڼې به يې وخوړل. دا هغه چينجي دي، چې په انګريزي کې يې “سلګ ” بولي. د کټې […]

الزقورة

د عراق جنوب کې د ” اوروک – اور” سیمه د “زیګورت” یا الزقوره (جمع زقورات) ودانۍ لپاره شهرت لري. د اهرام په ډول جوړ ۶۰۰۰ کاله پخواني دا آثار د میسوپوټیمیا د تمدن تر ټولو پخوانۍ نښه ده. په ۲۰ پېړۍ کې دلته په خټینو خښتو، میخي خط د نړۍ لومړی لیکلی ژبه وموندل […]