Month: October 2023

د بخشالي پاڼې

د ۱۸۸۱ م په اوړي کې د مردان د بخشالي يو پوليس افسرميا انوارالدين ته خپل زمیندار د پخوانۍ ونې په رژيدلو پوټکو عجيبه ليکنې راوړې. بخشالي کلی د پيښور څخه پنځوس کلوميټر شمال ختیځ کې واقع دی. انوارالدين یو لوستی او پوهه کس و نو هغه زمکه يې معاینه کړه چې د تیږو په […]

زما ژوند او ژوندون- لسمه برخه

په ۱۹۲۷-۲۸م کې له افغانستان دا ګنګوسې خپرې وې چې د چرګانو په خېټه کې مار پیدا شي. کله چې دا غټ شي نو چرګ پرې مري او که څوک هغه وخت د چرګې غوښه یا اګۍ وخوري نو هغه هم مري. عبد الصمد خان اڅکزی په خپل ژوند لیک کې وایی چې دا اوازه […]

پلیت

د هغې په زنه يو وړوکې شين خال و او کله چې به ستړې شوه نو خال به يې په ورغوي ومښلو. زه د شپږو یا اوو کالو وم او هغه جینۍ چې نوم يې راته نه و معلوم زما همزولې وه. خپلې نیا راته ويلي و چې د هغې سره په کوڅه کې لوبې […]

تاریخونه

د پینځم ق م پېړۍ په نیمایی کې د اناطولیا په ” هیلي کارناسس” جزیره کې یو ماشوم” هېرو ډوټس” نومیدو. د دې ځاې خلکو د يونان پر ضد پاڅون وکړو نو هيروډوټس هم د نورو خلکو په شان “ساموس” نومې جزيرې ته کډه وکړه. په ځوانۍ کې هغه ميسوپوټيميا، فونيشيا او مصر نه علاوه، […]

تاریخي فلمونه

په ۲۰۱۹م کې د بالیوډ یو فلم “پاني پت” په بهر ملکونو کې میشتو ځینو افغانانو د قهر سبب شو. پدما وتی” د هندوستان زاړه پال هندوانو منفي غبرګون راپاره کړو. د یورپ او امریکا د هالیوډ په تاریخي فلمونو هم نیوکې کېږي چې حقایق څخه لیرې وي. تاریخي فلم ( فیچر) د تفریح او […]

براق

په وړکتوب کې به مونږ د کتابونو په دکان کې رنګا رنګ هجري کیلنډړ( جنترۍ) لیدل. په ځینو به الوتونکی اس جوړ و چې مخ يې د یو ښکلی ښځې او په سر به يې تاج و. خلکو به ویل چې دا ” براق” اس دی او حضرت محمد (ص) ورباندې د معراج سفر کړی […]

خدا بخش

د حیدرآباد یو بازار کې چا پر زمکه، زاړه کتابونه خرڅولو له ایښي وو. یو لاروي ترې پوښتنه وکړه چې د ټولې ډېرۍ بیه څه وه. کباړي ورته وویل، هسې خو په دریو روپو ده، خو ته راته قدردان ښکارې نو ۲۰ روپۍ راکړه. سړي په ۲۰ روپو د کتابونو ټول انبار ترې واخیستو. دا […]