Month: December 2023

خلافت

د حضرت محمد (ص) نه وروسته د اسلامي ملکونو مشري پرله پسې ۳۰ کاله د څلورو خلفاو په لاس کې وه. دا موده له ۶۳۲م څخه تر ۶۶۱م او د ” راشدون یا خلفاء راشدین په نوم یادېږي. د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق ( رض) خلافت دوه کاله د ۶۳۲-۶۳۴ م تر منځ و. […]

دوڼۍ

د لرګې جوړ صندوق چې له زمکې اوچت ساتلو لپاره یو میټر لوړ څلور پای لري دوڼۍ یا ” توڼۍ” نومېږي. د دوڼۍ سر بند او یو اړخ ته لکه د المارۍ یوه تمبه لري چې کله کله قلف لپاره زنځیر به يې لرلو. د پښتونخوا په کلیو کې شته منو خلکو کره به یوه […]

په پیښور کې تبلیغ

په ۱۸۷۸م کې دغه انځور د انګلستان ” ګرافک” مجله کې په دې لمن لیک خپور شو چې پادري امام شاه په پیښور کې افغانانو ته د دین تبلیغ کوي. د امام شاه اصل نوم ممکن بل څه و چې د پنجاب (امرتسر) د یو مسلمان کروند ګر زوی او د یو عیساي شوي سیکه […]

د اباسین جنګ

دا جنګ د نومبر په ۲۴ نېټه ۱۲۲۱م د چنګیز خان او د ۳۲ کلن خوارزم شاه جلال الدین د لښکر تر منځ وشو. د اوسني ترکمانستان او ازبکستان تر منځ ښیرازه زمکه په ۱۳ میلادي پېړۍ کې خوارزم نومیده. د دې یو خوا “آمو” او بل خوا ” سیر دریا او آرال سمندرګی و. […]

زما ژوند او ژوندون (۱۱)

یوه ورځ د عبد الصمد کور ته د ملیشیا (لیویز) یو کس راغلو چې انګریز استاځی دې غواړي. د ” وینګېټ” په نوم دغه انګریز ملکي افسر بنګلې ته دی پخوا هم تللی و او دا ځل هغه ورته د کیناستو لپاره کرسۍ راوغوښته. نزدې ولاړ تحصیلدار يې رخصت کړو او اڅکزي ته يې د […]

د خراسان شپږ ښاغلي

د دسمبر د مياشتې ۱۴ نيټه او کال ۱۹۹۲ م د ترکي په پلازمينې انقره کې د شپې ښې واورې شوې وې. زه سهار اوو بجې ددې ښار د بسونو لوې اډې نه ورسيدم او د شلو نورو کسانو سره په يو بس کې کيناستم. زمونږ منزل د قونيه ښار و چې د ترکي د […]