Month: February 2024

زما ژوند او ژوندون ( ۱۲ برخه)

په ۴ جون ۱۹۳۰م ناڅاپه په پولیس لاین کې هله ګوله جوړه شوه. پولیسو افسران راغلل او سپایانو په بارکونو کې خپلې بسترې واچولې او بیا د وسلو سره ووتل. عبد الصمد خان اڅکزی، عبد السلام او ایوب خان هلته بند او ډیره هڅه يې وکړه چې ځان خبر کړي خو چا ورته غږ نه […]

پنجه

په زيارت کى د د دوو ستنو په منځ کى د سپينو جوړ د لاس په پينځوپرانستو گوتو د اسلام د پيغمبر، د هغه د څلورو خلفاو او د لور نومونه په ښاېسته رېحان ليک ليکل شوى و.  زيارت کوونکي کله چى د لوى دروازى نه را دننه شى نو دى نقرۍ لاس ته سرټيټ […]

د اندلس امارت

د اسپانیې په جنوب کې د اطلس او میډیټرینیا ساحلي سیمې “اندلوسیه” ته په اتمې عیسوي پېړۍ کې د اسلام رڼا ورسیده. هغه وخت د شمالي افریقې بربر قبایلو د اندلس سره سمندري تجارت کاو چې د اسپانیې د باچا په لاس کې وو. د مراکش او الجزایر نوي مسلمان شوي قبایلو د اسپانوي باچا […]

مدهو بالا او عطاءالله

په ۱۹۵۲ م کې د بمبۍ فلمی میلې ته د هالي ووډ نامتو ډایریکټر”فرینک کېپره” هم ورغلې و. د یوې مجلې په مخپاڼه ده د مدهوبالا تصویر ولیدو نو ښکلا ته يې حیرانه پاتې شو. د ملاقات لپاره کور ته يې لاړو نو هغه ورته د یو ستوري په شان ښکاره شوه. د هغې پلار […]

د کتابونو خزانه

د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې د هندوستان د یو مسلمان محمد بخش د خپلو مشرانو د څو قلمي نسخو یو غونډ په کور کې وساتلو . دا د خدابخش لایبریري بنسټ و چې اوس د نړۍ یو بې ساری کتابتون دی. د لایبریري په ۱۴۰۰ نایابه صحیفو کې د محمد بخش زوی د عربي، […]

منډي ګک

د کندهار څخه ۵۵ کلومیټر لويديځ کی د کشک نخود سیند ۳۵۰۰ کاله پخوا د ارغنداو اوبو سره سيالي کوله چې دا ټوله سیمه پرې سمسوره وه. د دې ځاې اوسیدونکو په کال کې دوه وارې د زمکې نه غنم او جوار راټولول او یوه مخروطي غونډۍ به د هرات او فراه قافلو ته له […]

اکبر خان

په ۱۱ جون ۱۸۴۲م د لندن په انځوریز پاڼې د اکبر خان یو انځور خپور شو چې پوره پوځي لباس او وسلو سره، په یو ځغلنده اس سپور دی. د امیر دوست محمد پینځم زوی محمد اکبر خان په ۱۵ اکتوبر ۱۸۱۶م کې و زیږېدو. د ۱۸ کالو په عمر کې دی د جلال اباد […]