Month: March 2024

عظیم الدین

په دسمبر ۲۰۱۵م کې د هندوستان اخبار، ټایمز آف انډیا” یو مضمون خپور کړو چې د ۱۹ پېړۍ د رام پور د جنرل نوم ” اعظم الدین” ته واړول شو. د ریاست په سرکاري اسنادو او د تاریخ په کتابونو کې د رامپور د نامتو وزیراعظم نوم عظیم الدین لیکلی دی. ده پلار جلال الدین […]

احرام او میقات

د فرض حج لپاره وخت مشخص دی چې د شوال څخه ذوالحج او تر ذوالقعد میاشتې دي. عمره مشخص وخت نه لري او هر وخت کیدای شي. بیت الله (خانه کعبه) ته یوازې مسلمانان داخلېدای شي. که فرضي حج او عمره کوئ نو ستاسو عبادات د احرام له تړلو وروسته پېلېږي. احرام احرام د سپین […]

لکهی فقیر

په پیښور کې زمونږ د کالج یوه دروازه د چوک یادګار لوري ته وه. د ښار جینکۍ به هلته نه راتلې او یوه ورځ يې خبر راوړو چې دوی یو ډېر خونده ور شربت څښلي دي چې ” شکنجبین” نومېږي. ښه والی يې دا و چې یو ګیلاس په دوو آنو و. نو ټولو سره […]

د احمد شاه ابدالي نښه

په ملتان ښار کې د زاړه کلا ته تلونکې لوې سړک ” احمد شاه ابدالي روډ” نوميږي چې په يو سرکې د ملتاني کاشي خښتو لوې محراب دې. دننه هغه کتيبه ده چې ورباندې د احمد شاه د حکومت نيټه ليکلې ده. ښکته د فټپات په لمنه په کاشي خښتو دده د زيږيدو لنډ تاريخ […]

حصار فيروزه

د هند په هریانه صوبه کې د حصار فیروزه دفاعي کلا ۱۴ میلادي پېړۍ په نیمایی کې فيروز شاه تغلق په امر جوړه شوه. شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا دا ځای “ایسوکارا یا ایسوکاري” نومیدو چې د ” سرسوتي” سیند پر غاړه اباد و. په ۶۰۰ ق م پېړۍ کې نامتو ژبپوهه پانیني دا […]

رضیه سلطان

په ۲۰۰۴م کې زه د دلي “ترکمن دروازې” نه وراخوا، بلبلی خانه کوڅې په یو میدان کې دوو بې نومه قبرونو لیدو ته ورغلم. خلک وایی چې هلته ملکه رضیه سلطان او د هغې خور خښې دي. د هندوستان لومړۍ مسلمانه ایمپراتوره (ملکه) رضیه بیګم په ۱۲۰۵م کې بدایون ( اترپردیش) کې وزیږېده او د […]

د چیګني کلا

د افغانستان نیمروز ولایت “چیګني” کلا په نهمې میلادي پېړۍ کې جوړه شوه او د زرنج څخه ۳۰ کلومیتړ لیری ده. نیمروز د غرمې مانا ورکوي او داسې اټکل دی چې پخوا به د زرنج او کندهار قافلو، هلته د غرمې دمه کوله. بل روایت کې دا د خراسان “جنوب” مانا ورکوي او ولسي کیسه […]