Month: April 2024

د پټیالې پوهنتون

د ۲۰۲۴کال د اپریل له ۱۵ تر ۲۰ نیټې مې د هندوستان د پنجاب پټیالې پوهنتون ته یواکاډیمیک سفردرلود. دا څو کاله مې په زړه کې وه چې د هغه پوهنتون په کتابتون کې د ډاکترګنډاسینګ کتابي آثار، خطي یادښتونه اونورې لیکنې وګورم. ګنډاسینګ د هرلوستي افغان له پاره د خپل نامتو تحقیق (دراني احمدشاه) […]

رام کور- اسلام بی بی

د ۱۹۳۶م سپرلی د پښتونخوا په بنو کې د سیکانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو لپاره شهرت لري. د دې تر شا د یوې جینۍ او هلک د مینې داستان دی چې یو مسلمان او بل په سیک کورنۍ کې وزیږېدل. د ۱۹ پېړۍ له پېل بنو د بارکزو له لاسه ووتلو او سیکانو هلته […]

اینګي یا انګۍ

د ډېر ژړا له کبله د سږو پرده ( ډایافرام) تنګ شي نو د غاړې ( ستونې) هډوکي هم ناڅاپه بندېږي. په دې د ژړا په وخت ساه په ” اینګي” بدلېږي چې په اردو(هندي) کې ورته “هچکي یا سسکي” او انګریزي کې ” سنګلټس” وایی. که یو لوی کس د ژړا نه وروسته اینګي […]

پت پالونکي

د پاکستان د هزارې په غرونو کې د شهیدانو لوی هدیرې د ۱۹ پېړۍ د کندهاریانو قبرونه هم لري. لعل محمد او دین محمد په هغه ډله کې شامل وو چې په ۱۸۲۶م کې د سید احمد بریلوي سره مله وو. د هندوستان د مجاهدینو مشر سید احمد پښتونخوا ته د سیکانو خلاف جهاد لپاره […]

د مسيدو ملا پووند

د نولسمې ميلادي پيړۍ په پاې کې انگريزانو د پښتونخوا په قبايلي سيمې کې پخپلو چاونيو جوړولو لاس پورې کړې و. هم هغه وخت په مسيتو(محسودو) کې يو ملا ددوي په مخالفت کې مټې راونغښتې. د ده نوم محي الدين او په اليزو قام کې د شابي خيلود ټبرنه و. د پښتنود نوروملايانو په څيرديني […]

له اباسین تر آمو

د ننګرهار کاروباریانو به هر سهار د هډې زیارت ته تلل. د نورو ملکونو زایرینو ته به ماشومانو د ګلونو امیلونه خرڅول. د وردګو په خوات کې د کابل باچا نذر لپاره سکې استولې. د لوګر خلکو به د بودا مجسمه په لرګین ګاډي کې په کوڅو کې ګرځوله. په پیښور کې د کنشکا سټوپا […]

د هندکو لهجې

د اباسین له غاړو تر کشمیر، هزاره او خیبر درې دیرشو نه زیاتې ژبې د “هندکو” په ټبر کې شاملې دي. پیښوري، خالصوی، هزاره- کوهاټي- ډیره وال- سواتی- پهاړي او ګوجري د پښتونخوا نه علاوه د افغانستان ځینې قامونه هم وایی. په ۱۹ پېړۍ کې انګریرانو په هند کې ۱۲۱ ژبې او ۲۷۰ ځایی لهجې […]