Month: May 2024

د ایپي فقیر

په هند کې فقیر “ګداګر” یا خیرات غوښتونکي ته وایی او انګریز په هند کې د جهادي مشر یا درویش لپاره د فقیر لقب یو ډول سپکاوي او حقارت له مخې کاراو. د وزیرستان ایپي فقیر په ۲۰ پېړۍ کې د برطانوي استعمار په ضد لوی مبارز و. د ده نوم علي خان او ۱۹ […]

سواره

د ۱۹۹۱م په سپرلي کې مې د کلي په یو کور کې ښځو سره مرکې کولې. د پوخ عمر یوه ښځه له ډېر وخت هلته ناسته وه، په مخ يې لاس ایښې، د نورو خبرې اوریدې. کله چې ټولې لاړې او ما خپل مایکروفون په بیګ کې کیښودو نو هغې راته وویل، ” زما کیسې […]

چیندرو

د کور په چت، کوڅه یا د لوبو میدان کې به مو پر زمکه د سکارو یا د چاک سره څلور ګوټیزه یا ګول کورونه جوړ کړل. د پالش یا د نسوارو تش ډبلی چې خاوره پکې ډکه وه، پر زمکه واچوله او په یوې پښې په ټوپونو وړاندې ورټېله کړه. د دمې لپاره به […]

اجیت خان

په ۱۹۴۰م کې د حیدراباد یو ۱۸ کلن ځوان د فلمونو په شوق کې د کالج سبق پریښودو، خپل کتابونه يې خرڅ کړل او بمبۍ ته لاړو. دغه هلک حامد علیخان په ۲۷ جنوری ۱۹۲۲م کې د ګولکنډه یوې پښتني کورنۍ کې وزیږېدو. نیکه يې په ۱۹ پېړۍ کې له کندهاره کډه شوی او د […]

ايسپ

هغه هوښيار کارغه چې د اوبو څښلو لپاره يې په منگي کې کاڼي واچول، هغه موږک چې په جال کې بند زمري مرسته وکړه، هغه سپې چې په اوبو کې يې بل سپي پسې وغپل اود خپلې خلې هډوکې ترې پريوتو: داسې بې شميره د ځناورو کيسې دي چې يو به پکې تاسواوريدلي يا ولوستي […]

برج

په ۱۹۶۰م کې د مومندو “ریګي” کلي یو واده ته ورغلی وم. د هغه لوی کور بهر حجره او دننه یوې لوی کوټې کې ښځې ناستې وې. یو خوا ته په چت کې سوری او د لرګو پارسنګ ( زینه) ورته اړم و. کله نا کله یوه ښځه به ورته وختله او د چایو سوچه […]

د احمد شاه ابدالي دیوان

په دې تصویر کې د احمد شاه ابدالي د شعري غونډ د قلمي نسخې لومړۍ پاڼه ښکاري. د دې کاتب نامعلوم او ممکن د ۱۸ پېړۍ په پای کې ولیکل شو. د تور نه علاوه سور رنګ هم پکې ښکاري او محرابی حاشیه د سرو زرو په ورق ښایسته شوی ده. مونټسټوارټ الفنسټن په خپل […]