Month: August 2024

امیه

په اووم او اتم میلادي پېړیو کې د قریش بنو امیه ۱۴ خلفاء پرله پسې ۹۲ کاله د اسلامي حکومت واکداران وو. په ۶۳۰م کې مسلمانانو مکه فتح کړه نو د بنو امیه “ابوسفیان” خپل ۲۵ کلن زوی معاویه سره د پیغمبر (ص) په لاس بیعت وکړو. د ده لور “ام حبیبه” له وړاندې مسلمانه […]

زما ژوند او ژوندون ( ۱۴)

د انګریز شوی جرګې فیصله حیرانونکی وه ځکه د دروغو په شاهدانو عبد الصمد او د ده دریو ملګرو ته د انګریزانو د تښتونې په تور د بند سزا ورکړی شوه. د کلي خپلوان او شریکان يې ۲۰۰۰ روپۍ جرمانه کړل. د ده د کاکا محمد انور خان ټول جایداد يې ضبط کړو چې ۵۰-۶۰ […]

ګېس

شلمه میلادي پېړۍ د شپې رڼاګانو دوره وه او خلکو په لومړي ځل د پیټرومیکس نوم واوریدو. تر هغې به خلکو په ډیوه او لالټین کې د خاورو تیل بلوو. خو د دې رڼا به کمه او بویی به يې کاو. په ۱۹۱۰م کې د جرمني یو ساینس دان “میکس ګرایټز” د سپرټ یو څراغ […]

ګل رخ- بابا جان

د هندوستان مهاراشټره صوبې په “پونه” ښار کې د حضرت بابا جان زیارت ته د هرمذهب منونکي ورځي. دا د یوې افغان میرمنې مزار دی چې اصل نوم يې ګل رخ و خو د “بابا جان په نوم مشهوره وه. د دې د ژوند په اړه څو کتابونه هم لیکل شوي دي چې حقایق او […]

د مزاحمت شاعري

د ۱۹۹۱م په سپرلي کې د بي بي سي یو تبلیغاتي سفر کې د خپلو همکارانو سره چمن ته ورغلم. هلته د سوونو خلکو په ګڼه کې چا په بیړه د شعر یو کتاب راکړو. ژر ژړ يې راته وویل چې دا انګریزانو سیزلې و خو یو ټوک يې د ماشوم په زانګو کې پټ […]

د پښتو رنګونه

یوې ځوانې جینې راته وویل چې په پښتو کې د ابتدای (پرایمري) رنګونو نه علاوه د اوسني پیچلي رنګونو لپاره نوم نشته. بیلګه يې راکړه چې د انګریزي “بېژ” یا د “کریم رنګ” لپاره په پښتو کې نومونه نشته. زما لپاره دا یوه ننګونه وه ځکه مونږ په خپلو کتابونو کې د ډېرو داسې رنګونو […]