Month: September 2024

غلام غوث خان

د هندوستان “جهانسي کلا” په منځ کې د یوې لوی ونې لاندې دریو قبرونو کې په یو د غلام غوث خان نوم لیکلی دی. د اترپردیش ایالت په جنوب کې د پهوج سیند پر غاړه د جهانسي ریاست پخوانی نوم ” بلونت نګر” و. تر ۱۸ پېړۍ په هند کې ایسټ انډیا کمپنۍ خپل شخصي […]

کیداریان

د څلورمې پېړۍ د ګندهارا پر سکو یو نوم ” کیداره” هم لوستلې شي. د سرو زرو په دینار یو باچا د اوسپنې خول ( هیلمټ) په سر دی. دی په یو قربان ګاه نذر ورکولو په حالت ښکاري چې په یو لاس کې د هندوانو ترشول او بل کې د باچاهۍ امسا ده. د […]

انګشتانه

په ستن تار د جامو ګنډل یو وخت عام وو او د ډېر کار لپاره به يې په ګوتې یو پوښ خیژولو. دغه د فارسي “انګشتانه” د انګریزي ” تهیمبل” د عربي ” کشتبان” او د هندي “نوک” نومېږي. د سلورو انګشتانې په لومړي ځل انګلستان کې د هالینډ یو هنرمند جان لوفټینګ په ۱۶۹۵م […]

کوکونټ- پاکي او نیګرو

په ۱۳ ستمبر ۲۰۲۴م د لندن یوعدالت فیصله وکړه چې ۳۷ کلن ماریه حسین څه جرم نه و کړی. هغې په نومبر ۲۰۲۳م کې د فلسطین لپاره مظاهره کې یوه تخته نیولی وه چې ورباندې د کوکونټ (کوپرې) په ونې کې د رشي سوناک (وزیر اعظم) او سویله بریرورمن( وزیره) انځورونه وو. د دې نه […]

اووعجایبات

دوه نیم زره کاله پخوا د یونان هیروډوټس د لوړو ودانیو او مجسمو ذکر کوي چې خلکو ته عجیبه ښکاریدل. زیات يې د یونان شا و خوا سیمو کې وو چې بیا د بازنطین ” فیلو” په ۲۲۵ ق م کې د اوو عجایباتو یو فهرست ولیکلو. په دوی کې لومړی د یوناني اسطورې ” […]

ربړي حلوا

په اوړي کې به غنم پاخه شول نو پښتونخوا کې د جون تر پای به لاوونه کیدل. د غنمو له پریکولو وروسته ډېرۍ جوړې شوې او ورباندې غوایې ګرځاو چې دانې له دروزي وباسي. بیا به کروندګرو په دوښاخي دا په هوا کې بادول او وچ غنم به یوې خوا ترې غورځیدل. دغې پاک غنم […]

پرتوګاښ

د پښتنو په ځینو سیمو کې د پرتوګاښ خپل نومونه دي لکه ” بګه- لال- او ګاڼده. په فارسی اردو کې ورته ازاربند یا کمربند او پنجابي کې ” ناړه” وایی. په انګریزي کې د پرتوګاښ متبادل نشته ځکه یورپ کې پتلون د څرمنې په” بیلټ” ټینګوي چې خلک يې لیدای شي. د دې برعکس […]

د اسطرلاب سفر

د لندن په ساینس میوزیم کې نندارې ته ایښې، یو اسطرلاب د کابل د بالاحصار نه چور شوی و. اسطرلاب ( اېسټرو لېب) هغه ساینسي آله وه چې د اوسني موبایل ټیلیفون متبادل ورته ویلې شو. دا به د برونزو یا مسو جوړیدو چې یو څرخ او د هغې د پاسه درې یا څلور دایرې […]