Month: October 2024

خوخلمه

د روسي هنر یوه ښکلې بیلګه ” حوحلمه یا خوخلمه” نومېږي چې د سپک لرګي په لوښو، نانزکو او زینتي توکو رنګین انځورونه وي. خوخلمه د روس د ” نیژنی نووګورود” په صوبه کې کورنیسکي ولسوالۍ یو وړوکی کلی دی. د وولګا سیند پر غاړه په ځنګلونو کې د سفیدې ( برچ) ونه ډېره وي. […]

شاه جهان او واربرټن

د لوېديځ پنجاب د ګوجرانواله ښار سره نږدې يوه وړه ښاريه “واربرټن” نومېږي چې ځينې اوسيدوونکي يې خپلو نومونوسره درانی ليکي. د دی ځای تاريخ د دويم افغان جنګ او د يوې مېرمنې د مينې سره تړلی دی. په ۱۸۳۷ م کې د شاه شجاع سره بدرګه انګريز پوځيانو کې يو ځوان رابرټ نومېدو. د […]

د آثارو غلا

دا په ۱۸۴۲م کې لیکل شوی د فارسي یو لیک تصویر دی. د دې په حاشیو کې هم څو جملې ښکاري چې د هغه وخت د کاغذ د کمښت یوه نښه وه. کله چې تر پای به متن نه و خلاص نو لیکوال به اول ګس لاس حاشیه وکاروله. بیا د کاغذ بره سر کې […]

جبل‌الطارق

اوسنی “جبرالټر” د عربي جبل الطارق وران شوی بڼه ده چې شپږ نیم مربع کلومیټړ مخروطي ډبره ده. دا د اسپانیې د جنوب ” آئبیریا” ټاپووزمي نه وراخوا له لویدیځ څخه میدیټرنیا ته د تلو په لاره له تیرو ۱۴۰۰ کالو د ناندریو مرکز پاتې شوی ده. د هرې سیمې تاریخ د دې له جغرافیې […]

جنګیالۍ پښتنې

د ۱۵۴۰م دا انځورونه د هندوستان یو نامعلوم هنرمند د “ګوا” په ساحلي ښار کې د خپل پرتګالي سرپرست په فرمایش جوړ کړل. د ” کوډایس کاسا ناټینز” په نوم البم کې په آبي رنګونو ۷۶ انځورونه یو ځای شوي دي. په دې کې د هند د عامو خلکو ژوند ښکاره کېږي. د انځور په […]

آبنوس

د نوي کور د امبارکۍ په تحفه کې یو ملګري راته د تور لرګي هاتي هم راوړو. راته يې وویل چې دا يې د یو افریقایی له دکان اخیستې دی او هغه وایی چې دا د آبنوس څخه جوړ دی. آبنوس د انګریزي ” ایبوني” د یوناني ” ایبینوس” د مصر د لرغونې ژبې ” […]

عباسي خلافت

د اتمې میلادي پېړۍ په نیمایی کې د بني هاشم عباسي کورنۍ ” بنو امیه” مات کړل او تر دیارلسمې پېړۍ د دوی ۳۷ خلفاء واکمن وو. د حضرت محمد ﷺ کشر تره حضرت عباس (رض) نمسي ابراهیم بن محمد په پارس او خراسان کې ډېر پلویان لرل. امیه خلیفه هغه قید او بیا هم […]