Month: January 2025

کشمیري چای

په ژمي کې د پیښور ښار په کورونو کې به خوږې ګلابي رنګ “شیرچای” جوړیدې. دا به په کاسه کې خلکو څښل او کله کله په سر به يې پیروی هم پروت و. د میلمنو لپاره به يې شیر چای ډېر په اهتمام، دوو لویو چینکونو کې راوړل. په یو کې خوږې او بل کې […]

کاکاجي

د شلمې پېړۍ لیکوال او د انګریز مخالف، صنوبرحسین مومند په ولس کې د ” کاکاجي” په لقب مشهور و. ده مهابت خان جومات امام، عبد الرحیم پوپلزي تراغیز، د اسلام ژوره مطالعه يې وکړه. د شاه ولی الله له تعلیمات اغیزمن شو او بیا د ده یو کتاب يې په پښتو وژباړلو. دی په […]

ذوالقرنین

په عربي کې ذی القرنین یا ذوالقرنین مانا “هغه چې دوه ښکرونه لري” کېږي. تر ۲۰ پېړۍ مورخینو په اندازه، ذوالقرنین د مقدونیې اسکندر و ځکه هغه د یورپ او ایشیا لویه برخه فتح کړه. خو د اسلامي عالمانو په نظر اسکندر بت پرست او ذوالقرنین مسلمان و. دوی وایی چې په ټولې نړۍ څلورو […]

اشک دان

په قدیم یونان او روم کې دا دود و چې د یو مړي د ویرژنو خپلوانو اوښکې به د خاورې یا شیشې په یو وړوکي بوتل کې راټول کړل. بیا به دا په قبر کې مړي سره د ډالۍ په توګه خښول. په فارسي کې د ” اشک دان” نوم هغه وړوکي بوتل لپاره کاریدو […]

د غوري شناخته

د اسلام اباد نه ۷۰ کلوميټرجنوب ختيځ کې د جرنیلي سړک په یوه تخته ” مقبره شهاب الدين محمد غوري” لیکلي دي. په ۲۰۰۲ م کې نوميالي ساينس پوهه ډاکټر قديرخان (غوري)، په هندوستان کې د لومړۍ اسلامي حکومت بن سټ ایښونکي د دې باچا د قبر شناخته جوړه کړه. په ۲۰۰۸ م کې د […]

غټې وریژې

د اشنغر خلک اوس غټو وریژو ته د پښتو په ځای د اردو نوم اخلي. ” موٹا چاول” دا هغه وریژې دي چې کورمه وال- بیګمۍ او ډنډکۍ په نومونو هم مشهور دي. د پلاو په پرتله د وریژو دانه يې خټه شوی وي نو د پیښور او کابل خلک ورته ” شوله” وایی. د […]

اناهیتا

د کویت په ملي میوزیم کې د ” اناهیتا” یوه مجسمه نندارې ته ایښې ده. دا په ۳۳۰ م کې ایران کې له برونزو څخه جوړه شوی وه. د زردشتي دین په صحیفو (اويستا) کې د اناهيتا د یوې مجسمې انځور داسې کښلی دی. ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده […]

لومړۍ مسلمانه نرسه

په ایرلینډ کې هر کال د بحرین پوهنتون د “رفيدة الاسلمية ” په نوم مشهور انعام بااستعداده نرسې ته ورکوي چې لوړې زده کړې وکړي. رفیده (تلفظ – روفاېده) بنت سعد په اسلامي تاریخ کې لومړۍ مسلمانه نرسه او جراحه وه. دا په ۶۲۰م کې په مدینه کې زیږېدلې وه. د هغې پلار سعد الاسلمي […]