Month: March 2025

د اشرفۍ ګل

په فارسی کې ګل جعفری او ګل همیشه بهار- مارګل، په زیړ، نارنجي او نسواري رنګونو کې د باغ ښکلا زیاتوي. د دې ۵۰ نه زیات قسمونه د نړۍ هر یو ملک کې پیدا کېږي. مارګل د نړۍ تر ټولو پخوانی ګل ګڼلی شي او زرګونو کاله پخوا د جنوبي امریکا “ایزټیک” خلکو دا په […]

ويد څه وي؟

ويد په سانسکرت ژبې کې علم يا معلومات ته واي. دا د زاړه سانسکرت ژبې هغه په زرگونو بېتونه دي چې په هند کې د لرغونو زمانو راهيسې برهمنانو زمزمه کول او ځيني يې وروستو و ليکل شول. ددوي په عقيده دا د خدايانو سندرې وې چې سپيڅلو انسانانو واوريدې اونورو ته يې وروښودلې. ويدونه […]

د کابل بالاحصار

بالاحصار یعني لوړه کلا د کابل په جنوبي څنډو په پوره غونډۍ غځیدلی، د ودانیو او ړنګو دېوالونو څلی ښکاري. دلته تر ټولو پخواني د ژوند اثار د لومړي میلادي پېړۍ څخه راپاتې دي چې کشان قبایلو دا سیمه ونیوله. په پينځمې پيړۍ کې کابل شاهانو یوه پخه کلا او دفاعي دېوال جوړ کړل چې […]

د هريتي کيسه

دچارسدې سره نږدې د عمرزو نه نيم ميل شمال کې دزمکې نه شپيته فټه لوړه يوه غونډۍ د” بي بي سيده ډيرۍ” نوميږي. د شلمې پيړۍ په سرکې يو انگريز لرغون پوهه سر جان مارشل په دې سيمه کې د کيندنو پر وخت يوه بوداي سټوپا رابرسيره کړه. دلته د يوې ښځې مجسمه وموندل شوه […]

آی خانم

د ۲۰۰۵م په اوړي کې د افغانستان شمال کې د ” آی خانم” لرغونی ښار لیدو ته ورغلم. هلته د څو ډبرینو ستنو نه علاوه پکې څه پاتې نه وو او ځای ځای د بلډوزر جوړو کندو د لوټمار حال ویلو. په ۱۸ مارچ ۱۸۳۸م کې د ایسټ اندیا کمپنۍ یو استاځی “جان ووډ” بدخشان […]

د تلوار مبارزه

د پښتونخوا په مردان کې غله ډېر یو وړوکی کلی چې نزدې ورته د کلپاڼۍ ویاله او یو کچه سړک ترې شهباز ګړی ته وتلی و. دا وړوکی کلی د خپلواکۍ مبارز د ” تلوار” ټبر ټاټوبی و چې مشر يې ګورداس مل نومیدو. په نولسمې پېړۍ کې د ده پلار دیوان چند زمکه وال […]

چار آینه

شا و خوا دوه نیم زره کاله پخوا د روم پوځیانو به د جنګ په وخت د کمیس د پاسه نری ” مسین” څادر تړلو چې د تورې ګوزار سره زخمي نشي. بیا دا په ګول شکل کې د څرمنې تسمو سره جوړیدو. په پښتو کې دا ” سپر” او زغره نومېږي. د روم پوځيانو […]