د يو پله سفر د لندن د ټېمز په سيند څو پلونه جوړ دي چې يو يې “لندن برج” په ۱۸۳۰ م کې د بريطانيې يو نامتو مهندس “جان رېني” وروستې شهکار و. په سلو کالو کې د لندن پل په ستنو خټه ونښته او د اس گاډو ځاې هغو لويو لاريو ونيولو چې هره ورځ په ټنونو مال […]
قلم – دوات – تختۍ نه پوهېږم چې د څو کالو وم. د سرو خښتو پر فرش به مې ټوله ورځ د تورو سکارو په يوې ټوټې ليکې او دايرې جوړولې. پلار راته د ” الف” تورې راوښودلو نو هر ځاې به مې هم هغه ليکلو. په دېوالونو او دروازو مې هم دغه ا…ا…ا…ليکل. کله چې سکول کې داخله شوم […]
د طاوس تخت مغل شاه جهان چې د تاج محل په شان هند کې د ښکليو ودانيو جوړونکې و، د قيمتي ډبرو، الماس، زمرد او د ياقوت لېواله و. د هند د پراخې خاورې دوه برخې د ده د هوس ښکارندوي دي. دکن صوبه چې پکې د ” گولکنډه” د الماسو ماينونه دي او د بلخ صوبه چې […]
ورڼۍ + سيزني = گوندخ په ځينو پښتنو کې اوس هم د نوي زيږېدلې ماشوم لپاره د جامو سره سره، “ورڼي او سيزني” ارو مرو جوړېږي. هغه چې دا نومونه په لومړۍ ځل ولولي، ورڼې يا اورڼي څلور گوټيزه تيکه وي چې ماشوم پکې تاو کړي او سيزني هغه پړي ته وايي چې يو ميټر اوږد وي او د ماشوم […]
د سيک مذهب لومړې گورو – بابا نانک د نړۍ سيکان هر کال د نومبر په نيمايي کې د خپل سپېڅلي مشر ” بابا نانک” د زيږېدو ورځ نمانځي. د لاهور په “ننکانه” کې د دريو ورځو په دې مراسمو کې په زرگونو سيکان گډون کوي. په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې ډېرو مسلمانانو لپاره هم نانک د يو دروېش او د صوفي حېثيت […]
دولت او حکومت ښايي هره ورځ په رسنیو کې لسګونه ځلې د حکومت او دولت، توري واورو او یا یې په چاپیزه بڼه ولولو. دغه توري هر یو یې ځان ته جلا مانا او د کارولو جلا ځای لري، په خاص ډول حکومت او دولت چې په نورو ژبو کې په ځانګړي ډول په انګلیسي کې هم په […]
د کربلا پېښه په ۶۶۱ م کې د اسلام څلورم خليفه حضرت علي (رض) د کوفې، عراق په جومات کې شهيد کړې شو نو د شام (سوريا او لبنان) والي معاويه د مسلمانانو د مشرۍ دعوا وکړه. معاويه د عربو د ” اميه” قام يو تکړه کوماندان و چې په لومړي ځل د مسلمانانو لپاره بحري خواک جوړ […]
د انسانيت يوه نښه – کتابتون ما په پينځم کې سبق وئيلو او يوه ورځ استادې لوې ډبې راوړو او په خپل ميز يې کيښودو. ورپسې يوه خاله او هغې پسې څوکيدار هم هغسې د گتې ډبي راوړل، په ميز يې ايښودل او بېرته تلل. يوې خاله هغه المارۍ چې په دېوال کې جوړه وه او لويو جينکو به پکې خپلې […]
اولیور ټویسټ- خلاصه اوليور ټويسټ” نومې ناول په انگريزي ژبې ۱۸۳۸ م کې چاپ شو. د دې ليکوال چارلس ډکنس په ۱۸۱۲ م کی زېږېدلې او دا يې دوېم ناول و. د ده کيسې او ناولونه د ټولنې د اصلاح لپاره نوم لري. ډکنس خپل ماشومتوب په بی وزلۍ کی تېر کړې و او د ده پلار چې […]
خوشال خان خټک په ۱۹۴۸ م کې ” د کابل ټولنې” له خوا يو سنگتراش او يو انجينير محمد حسن پېښور ته ورواستول شول. هلته دوي د پښتو د دوو نامتو شاعرانو عبد الرحمان او د خوشال خان خټک د مقبرو ډيزاين او دبر ليکونه جوړ کړل. دا ليکونه په ۱۹۴۹ م کې افغان کونسلېټ ته يې وسپارل. […]