آستیانه- پښتو لنډۍ زما د زړه بازار یې وران کړ الله دې، دی په ژوندون نه خوشالوینه په آخرت خوار شې ریباره په ایرو پټ اور دې لیده پرې ودې سومه دا لندۍ ما په دې نږدې وختوکې د نامتواو نا چاپ پښتو قاموس یا فرهنګ ( فرهنګ ارتضایي) د قلمي نسخې په پاڼو کې ولیدې. دا هغه […]
د جلال آباد جګړه له مارچ ۱۹۸۹م ( ۱۳۶۷ه) د افغان حکومت او مجاهدینو ترمنځ د ننګرهار یا جلال آباد لوی جنګ څلور میاشتې روان و. کله چې شوروي اتحاد ( سوویټ یونین) په ۱۹۷۹ م دسمبر کې خپل پوځ افغانستان ته واستاوه نو د کابل حکومت ته يې ۳ بیلینه ډالر مرسته ورکوله. په لکونو خلکو پاکستان او […]
چوک یادګار د پیښور دا یادګاري څلی د ۱۸۸۴ او ۱۸۹۲م ترمنځ انګریزانو له خوا جوړ شو. د لرغونې زمانې راهیسې، د خیبر درې نه تیریدونکې قافلې به په پیښور کې تم شوې. دلته یوه غونډۍ چې اوس پرې بالاحصار جوړ دی، د وخت باچاهان. او پوځ میشت ځای و. د دې شمال کې شنه ځنګل او […]
جان فشان د نولسمې ميلادي پيړۍ په پيل کې د سيدانو ټبرپه پغمان کې زمکې لرلې. ددې تبرمشرهغه وخت قطب شاه نوميدواو ولس به ورته په درنه سترگه کتل. دده يوزوې سيد محمد شاه و او کله چې د انگريزانو د افغانستان په خاوره گام کيښودو نوهغه ورته د ملگرتيا لاس وغځوو. د انگريزيواستاځې اليگزانډربرنزيې د مرستې […]
انسان لپاره د ګل پيغام د باران څاڅکي د برسنډې د ګل پر پاڼو راوريږي نو دا يې په لمنه کی ونيسي. کله چې دا لمنه ډکه شي او نور ځاې پکی پاتې نشي نو د ګل کاسه ورو غوندې دا رڼې اوبه ښکته په ډنډ کی واړوي. د برسنډې د ګل دا عمل انسان لپاره د ژوند کولو لومړې […]
دستار نامه د لوی خوشحال ” د ستارنامه” تراوسه پورې څوځلې، د کابل د (۱۳۴۵) له متن څخه کاپي او چاپ شوی دی. کوریې ودان په خپل وخت کې داهم یولوی کارو. له هغې وروسته هم چې کومې نسخې چاپ شوې په هغو کې د ښاغلو عبدالشکور، پردل خټک، مغموم، مشواڼۍ او ډاکترعبدالحکیم شاه خټک، سیدغني غني […]
باجوه او ویډیو په ۵ جون ۲۰۲۳م د پاکستان د پوځ پخوانی مشر، قمر جاوید باجوه د فرانسې په ” اینسي” ښار کې د سیل وخت، یو ځای د دمې لپاره کیناستو. یو افغان چې دی يې وپیژندلو، د ده ویډیو په جوړولو او ښکنځلو لاس پورې کړ. دا لومری ځل نه و چې یو مشهور شخصیت د […]
د آتشدان طاقچه د پیښور شته منو خلکو به په ژمي کې د خپل کور په لوی میلمستون یا تالار کې آتشدان هم لرلو. د دې لوګي د ویستلو لپاره به دېوال سره یوه سوړه ( چمني) بره چت ته جوړیده. د انګریزانو د وخت دغه آتشدان د پاسه به د ډول لپاره د مرمرو یا نورو قیمتي […]
ډاکټر مبارک علي د ۲۰ پېړۍ د تاریخ دغه استاد، ټولنپوهه او مفکر، خپل ټول ژوند په زدکړه او لیکنه تېر کړو. مبارک علي خان خپل په اپریل ۱۹۴۱م کې د راجستان “ټونک” ریاست کې وزیږېدو. دی په خټه ” ترین” نیکونو يې له پښین، هندوستان ته کډه کړې وه. دی وایی چې د نیکه پلار يې په […]
د پښتو ادبیات موږ چې د پښتو ادبیاتو ارتقايي تاریخ لیکو زما په فکر د محمد هوتک د پټې خزانې هغه شاعران په کې نه شو څیړلی چې یوازې په دغه کتاب کې نومونه او د شاعرۍ بیلګې راغلي ځکه چې هلته دا نه ښکاري چې له یوه مشخص شاعر نه مخکې کوم شاعر راغلی چې ده یې […]