زمونږ رېډيو

په يوې وېبپاڼې مې سترگې ولگېدې چې پخواني رېډيوگانو راټولوونکو له خوا جوړ شوې و. د ځينو عکس مې وليدو نو راته خپله پخوانۍ رېديو راياده شوه. د وړوکي صندوق په شان د نسواري لرگي جوړه هغه رېډيو لکه چې د المان وه. د دې ښې لاس ته يوه برخه کې يې گول سورې و […]

ملتان

د ملتان په خاوره د پښتنو دوه نامتو باچاهان بهلول لودي او احمد شاه ابدالي زېږېدلي و. د دې ښار لومړې نوم چې د تاريخ په پاڼو کې ليکل شوې دې ” کاسياپا پوره ” و. د اريايانو په کيسو کې کاسياپا د لمر د دولسو اسطورو پلار و چې د دې ښار بنسټ يې […]

د افغانستان روپۍ او نورې پېسې

تر شلمې ميلادي پېړۍ په افغانستان کې دوه ډوله روپۍ چلېدې. “کابلي روپۍ” او ” هندي روپۍ” چې د دې دواړو ارزښت معلوم او يو بل نه يې لږ توپير لرلو. کابلي روپۍ هم دوه ډوله وه. “پخه کابلي روپۍ هغه وه چې په مشين جوړه شوې او هواره وه. خامه يا کچه کابلي روپۍ […]

د محبوبه او جلاتي کيسه

د پېښور خلکو کې د “جلاتي او محبوبه” کيسه د دېر پخوا نه خلکو کوله او هغه ځاې يې هم په نښه کړې دې چې محبوبه پکې ساتل شوې وه. د نولسمې ميلادي پېړۍ په پاې کې انگريزانو د نامتو کوشان باچا کنشکا د سټوپا لټون کوو. د زاړه ښار په منځ کې يوه لوړه […]

د پېغمبر جومات

د اسلام د پېغمبر په ۶۲۲ م کې مکې نه مدينې ته د هجرت نه وړاندې د مدينې مسلمانانو په يو وړوکي مېدان کې خپل عبادت کوو چې څو د کجورې ونې او کنډوالې يې لرلې. يو نوې مسلمان شوي مصعب بن عمېر به دلته د مکې مهاجرو او انصارو ته لمونځ ورکوو او مخ […]

د دريو زمانو انسان

د نړۍ په دې کره کې زمونږ د ژوند څومره موده وشوه؟ د دې پوښتنې ځواب په هر دور کې د هغو توکو نه معلوم کړې شو چې د نړۍ په يو او بل گوټ کې رابرسېره شول. تر اوسه دا څرگنده شوې ده چې انسانانو ډېره موده د ژوندي پاتې کېدو لپاره په غارونو […]

افغانستان ته د يو انگرېز سفر

جورج فوسټر په ۱۷۸۰ م کې د ختيځ هند يا ايسټ انډيا کمپنۍ يو ملازم و چې د خپل حکومت لپاره ورته د هند، افغانستان، پارس او د روس په اړه معلوماتو د راټولولو دنده سپارل شوې وه. ده د اتلسمې پيړۍ په ورستيو کې د کلکتې نه يو اوږد او خطرناکه سفروکړو چې هغه […]

د افغانستان يوناني- هندي باچا

د عيسا پېغمبرد وخت نه دوه سوه کاله پخوا په باختر کې ( ممکن آې خانم يا بلخ) د دويم ” ډيميټريوس” يوناني واکمن په کور کې يو ماشوم وزېږېدو چې “ميناندر” ونومول شو. د ماشوم پلار يونان نژاده و خو مور يې د باختر وه او د هغه وخت د دود سره سم ورته […]

ی-ي-ې-ئ-ۍ

په پښتو لیکنۍ ژبه کې پنځه ډوله یاګانې شته او کاریږي: ی لومړنۍ: بي ټکي (ی) چې د مفرد مذکر لپاره استعمالیږي، لکه منګی، پسرلی، ښاغلی، منلی، ننګیالی، توریالی، زمریالی او داسې نور. ي دویمه : لنډه (ي) چې دوه څنګ ترڅنګ ټکي خوري، او د مذکر جمع لپاره استعمالیږي خو په فعل کې هم […]

پړانگ

په خېبر پښتونخوا کې د چارسدې يوه سيمه پړانگ نوميږي. دلته د سوات سيند په جنوب کې د کابل سيند سره يو ځاې کېږي. په ځاي خلکو کې دا خبره مشهوره ده چې يو وخت دلته ځنگل او پکې پړانگان اوسېدل نو ځکه يې دا نوم دې. خو دا تورې د سانسکرت د “پرياگه” نه […]