په کتاب څه کوې؟

” دومره کتابونه؟” دا پوښتنه هم ده، ملنډې هم او زما په اړه يو ناڅرگنده شک هم. زه هيڅ نه وايم، بس يوه جبري موسکا زما ځواب او دفاع دواړه وي. خو د بل کس دا پوښتنه زما د زغم امتحان وي، ” تاسو په دومره کتابونو څه کوئ؟” زړه مې وي چې وې ترټم. […]

زال او رودابه

يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي. […]

د نای کلا

د غزني ښار په سویل ختیځ کې ۳۰ میله په فاصله د کندهار په شمال او د ارزګان په ولایت کې شامله سيمه يو وخت ” وجيرستان نومېده او په لرغوني پېر کې د زابلستان برخه وه. دلته د لوړو غرونو څمڅې يا غارونه د لومړيو انسانانو د استوگڼې ځايونه و او شاو خوا دوه […]

زنداني نمبر ۱۵۵۵۷

د فروري په اتمه ۱۸۷۲ م په هند کې د انگرېزانو تر ټولو ستر استاځې ( وايسراې) لارډ ميو د شپې اته بجې ووژل شو. د ده قاتل يو اپريدې پښتون شېر علي په تورو اوبو کې بندي و. دې وژنې د بريطانيې په استعماري هند کې چار واکي ولړزول. خو دوي تر وروستيو څرگنده […]

برمکيان

ميلادي کال ۷۲۵ کې عرب مسلمانانو د افغانستان په شمال کې د بلخ په ښار کې خپله لومړۍ چاوڼۍ جوړه کړی وه. هغه وخت د ” نوبهار” بودايي معبد لوې مشر ” پارموکهه” په لقب يادېدو. د کوريا يو بودايي راهب “هوي چاو” په ۷۲۶ م کې د چين نه په سمندري بېړۍ کې هند […]

د حافظې نيمگړتيا

په ۲۰۰۵ کال کی زه د بي بي سي د ځينو همکارانو سره د کندوز نه سړک د لارې تخار ته ولاړم. زمونږ د سفر وسيله د هغه ځاې يوه عادي ژيړ رنگ ټېکسي وه چې چلوونکې يې د سيمې د ټولو لارو نه خبر و. ماځيگر د بېرته تگ پر وخت ډريور ووېل چې […]

په افغانستان کې د مجسمو جوړولو دود

د مور اسطورې مجسمه د نړۍ په ډېرو لرغونو کنډوالو کې رابرسېره شوې ده. مور د هغه وخت د انسان لپاره د ژوند سمبول و چې ماشوم ته يې شېدې ورکولې. زمکه به خلکو ته د مور په شان ايسېده چې بوټي به ترې راشنه شول. بيا يو وخت داسې هم راغلو چې د مور […]

د مونټې کرسټو نواب- خلاصه

کاونټ اوف مونټې کرسټو د فرانسوي ژبې ناول دې چې اليگزانډرډوما په ۱۸۴۴ م کی وليکلو. کيسه د فرانسې او د اطاليې ترمنځ د مېډيټرېنيا په جزيرو کی د اوسيدونکو ژوند ښايي او د بدل، انصاف او د مهربانۍ داسی داستان دی چې تلوسه رازيږوي. اليگزانډر ډوما پخپله د نولسمې پيړۍ په سر کی يوې […]

سرزورې اوبه

دا اوبه د هندو کش له غرونو نه راووځي او شا و خوا ۴۸۰ کلوميټر مزل وهي. د افغانستان په ختيځ کې دا د کونړ له غرونو تېرېږي او خلک يې په هم دې نوم يادوي. خو دا واورينې اوبه شمال کې مخ په بره هم خېژي او نه سياسي پلې پېژني او نه ددې […]

د پېښوربنسټ

د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د صوبه پښتونخوا دهغه وخت والي د پيښورښارد گورگټري په سيمه کې د يو تفريحي پارک د جوړولو هوډ وکړو. د پوهنتون استادانو او د ښار مخه ورو په دی اعتراض لرلواو د پېښورځينو روڼ اندو، د والي سره وليدل چې ددې کار نه يې منع کړي. والي، […]