مېزرې

يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل. دمېزرو بوټې د سلېمان د […]

د هندوستان پښتانه – مالير کوټله

دا کتاب د يو ټبر داستان دې چې مشر يې د سلېمان له غرونو پنجاب ته کډه شوې و. په ۲۰۰۳ م کې د دې سيمې د پښتنو سره د ليدو په وخت خبر شووم چې ددوي نيم نه زيات خپلوان پاکستان ته تللي دي او زيات يې په لاهور کې مېشت دي. په ۲۰۰۸ […]

د غزني دروازه

د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يو کوټه کى هغه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړۍ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانو را شوکولى وه. په هند کې خلک اوس هم ورته د سومنات دروازه وايي. دا دروازه […]

لرغون پوهه سوداگر

د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د […]

د چندڼ لرگې

چى په سپينو اننگو دى زلفى زانگي ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه د رحمان با با دا شعر د هغى ونى د څانگو زکر کوي چى خوشبوي ته يې مار مست شي او له دى ځان تاو کړي. د پښتو ژبى په شاعري کى د چندڼو د ونې او ددى د لرگي زکرښاي چى […]

زرخريد

د کندوز ښار لمر پریوته لور ته د شېرخان بندر چې د تاجکستان سره د آمو سیند په واسطه بېليږی، د سړک ښې لور ته د زرخرید کلۍ پروت دی. ددغه سیمې اوسیدونکې وايي چې دلته اوسېدونکې اتمانزی، مموزی، مومند اوشینواری دی چې ۱۵۰ کلونه پخوا د ننګرهارولایت ګردی غوث، باسول او یوشمېر نورو سېمو […]

يونان

هغه کوم ملک دې چې د مېلمستيا نه وروستو خلک قابونه زمکې ته راخلاصوي او د ماتولو نه يې خوند اخلي؟ او هغه کوم ملک دې چې په لومړي ځل يې د اولمپک لوبې وکړې؟ بې شکه يونان دې چې د فلسفې، طب، پارليمان او د هنر اصل ټاټوبې گڼل کيږي. پخپلې ژبې کې دا […]

د مزار ډبر ليک

په ۲۰۰۳ م کې په مزار کې يوډبرليک وموندل شوچې په افغانستان کې د هندو شاهي کورنۍ په اړه يې نوي معلومات په گوته کړل او لسمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې ليکل شوې و. دا هغه وخت و چې د افغانستان جنوبي سيمولکه سيستان کې عرب مسلمانانوخپلې پښې ټينگې کړې وې. ډبرليک په اسلام […]

آسمايي

په ۲۰۰۹ م کې د کابل تر ټولو لوړغرپه اسمايي د هغه معبد ليدو ته ولاړم چې د هندوانو له خوا ډير سپيڅلې گڼل کيږي. د غونډۍ تر ټولولوړه څوکه څلورزره کاله پخوا د ارياي خلکو لپاره هم سپيڅلې وه. ددې نوم د سانسکرت د “آشامايي” توري نه اخستل شوې دې چې مانا يې ” […]

د باړې سيند

په رگ ويد کی ددې اوبو نوم ” پرايي يو” و. دا نامتو اوبه د تيراه د غرونو نه راووځي او د اپريديانو د خاورې نه په تېرېدو د مومندو زمکې ته راځي. دلته دا سيند په ځينو ځايونو کې تر شپږو مټرو ژور وي. ددې په څنډو د خښتو د ودانيو نښې يې راته […]