لومړې اريايي باچا

د هند په شمالي ولايت بهار د مگهد سلطنت د نندا نومې ټبر په لاس کی و او د باچا يوه ښځه د هندوانو د ټيټې طبقې نه وه. د هغې ښځې په ضد په شاهي ماڼۍ کې سازشونه کيدل او کله چې دا حامله شوه نوپه دې ويره چې څوک ورته تاوان وونه رسوي، […]

انځورگره

فوزيه ډېره ناهيلې وه…د خپل کور نه…ماشومانو نه او د مشين غوندې خپل ژوند نه چې نه يې څرخوونکې او نه چلوونکې يې ليدلې شو. د ځان په شان نورو ښځو نه يې پوښتنې کولې او ټولو ورته ويل چې د کور د ښځو ژوند هم داسې وي. د هغې لپاره دا د منلو نه […]

مطبوعاتي غونډه يا پرېس کانفرنس

د ټلويژن په خبرونوکې به موليدلې وي چې يومهم کس يا کسان د بې شميرو ژورنالسټانو مخې ته ددوي پوښتنې ځوابوي. دا مطبوعاتي غونډه وي چې د خبري يا د پرېس کانفرنس په نوم ياديږي او د خپرونولپاره د خبر يوه سرچينه وي. د غونډې موخه مطبوعاتي غونډې ډېر کله د حکومت، ددې د وزارتونو […]

کڅ څه وي؟

د بهاندو اوبو پرغاړه د کروندې وړ د مځکې يو هواره غټه برخه “کڅ” نومېږي. که چېرته دا ټوټه وړه وي او شاوخوا يې غرونه، غونډۍ ليا کندې وي نو هغه ته بيا “کڅۍ” ويل کېږي. په جنوبي پښتونخوا کی يوه سيمه د گل کڅ په نوم شته. د شاه مامود ليکنه

مرهټه

مها په سانسکرت کی لوې او راشټي يا راشټه د ځاې يا د قام لپاره کاريږي. د هندي ارياي نژاده خلک چې د هند د اوسني مهاراشټره ايالت کی اوسيدل لکه د پښتنو څو قامونه لري. دوي په مراټهي ژبه خبری کوي او په سيمې کې نورو خلکو هم دا ژبه تری زده کړی ده. […]

سمندري ناروغي

کال ۱۹۸۶ م د جولاي د مياشت په يو سهار زه د بريطانيې دجنوبي ساحل پورټسميت بندر کې د بېړۍ په انتظار ولاړه وم. په سوونوموټری او لارۍ په قطار کې ولاړو. د فرانسی نه بېړۍ رارسيدلی وه اوگاډي ترې راوتل. ما د سلو نه زيات وشمېرل خوپاېله ې نه وه. وروسته خبر شوم چې […]

فاهيان

د چين د چنگان ولايت د يو وړوکي خانقاه بوداي راهبانو د شولو فصل پريکوو. ناببره څوتورې په لاس راغلل چې وريژې ترې وتښتوي. نورراهبان له وېرې وتښتېدل خو يو ځوان هم هلته ودرېدواوډاکوانوته يې ووېل، ” که تاسووريژو ته اړتيا لرئ نوڅومره چې موپکاروي ترې واخلئ. خوکه پخوا موخيرات کړې وې نودا حال به […]

کوټله محسن خان

څلورپېړۍ کېږي چې د پېښور نه د دره ادم خېلو ته په لاره د مومندو يو ټبر د باړې سيند په غاړه يو کلې اباد کړو. په ۱۶ پيړۍ کې بايزيد روښان د مغل باچا اکبر په ضد پاڅون کړی و چې وروستو دده د کورنۍ خلکو د جهانگير باچا له خوا زمکې واخستې او […]

آمو

دا سيند په اريايي ژبه کې ” وکشو” نومېدو چې خپله سرچينه نه لري بلکې د دوو نوروسيندونو” وخش” او “پنج” د اوبو په يوځاې کېدو جوړېږي. هغه دواړه سيندونه د پاميرترټولو لوړې څوکې نه راوځي. د اباسين په شان آموسيند هم څو نومونه لري. يو وخت به ورته ” گوزان ” وېل کېده. ساسانيانو […]

د شيرشاه کلي ته

د هند د بهارولايت د مرکز پټنې د پوليسو مشر راته وېلي و چې سهسرام ته د ورتلونه يوه ورځ وړاندې بايد دده نه اجازه واخلم زما دوه ورځې يو خوا بل خوا په مرکو تيری شوې. په درېمه ورځ يووېگن د سپېده چاودېنه وړاندې د هوټل مخې ته ولاړ و. خوما سره وخت نه […]