ته په دکن خوشاله گرځه

ته په دکن خوشاله گرځه…د زيړو گلو باغ دی چا ته وسپارنه د گنگا د وادۍ په دکشڼ يا جنوب کى هغه لوی مثلث چې په سمندر کی غزېدلی ښکاري د دکن سيمه وه. دا د يو لوې مېزپه شان دغرونو د دريو سلسلو په مينځ کى دوه سرحدونه لري چې لوېديځ او ختيځ ساحلونه […]

سرهند

په لوېديځ پنجاب کې اريايانوخپلې نښې د ستلج سيند په غاړه د يوې غونډۍ د پاسه پرېښودل چې پخپلو سندروکې يې ” ستودره دېش” په نوم يادوو. په يوولسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې هندو شاهان دافغانستان نه ووتل نودا ځاې يې خپله پلازمېنه کړه. په دولسمې پېړۍ کې د هند خواکمن باچا پرتهوي راج […]

غرور او تعصب- خلاصه

د انگلستان د کلاسيک ادب ناول “پرايډ اينډ پريجوډيس” يا کبراو تعصب په ۱۷۹۷ م کې خپور شو. ليکواله جېن اسټن په ۱۷۷۵ م کی وزيږيده. د ليک ولوست سره سره يې د وړوکي عمر نه د شعر او د وړو ډرامو په ليکلو لاس پوری کړی و. هغی څو ناولونه او لنډی کيسې وليکلی […]

نوبهار

هغو لومړيو خلکو چې د هند په شمال کې د بوداي دين تبليغ وکړو، يو پکې بهاليکا نوميدو. د بودا منونکي په دې باور دي چې بهاليکا د بودا څوويښتو سره د افغانستان شمال ته ولاړو، هلته يې يومعبد جوړکړوچې پکی دا وېښته ايښي و. وروسته هغه ځاې د بوداي زدکړو لوې مرکزاو شاو خوا […]

احمد شاهي پوځ

په ۱۷۴۹ م کې د نيشا پورد محاصرې پروخت افغان پوځيانو خپله خزانه لوټ کړه. يو افسراحمد شاه دراني ته خبريوړو نو هغه هيڅ غبرگون څرگند نکړو. کله چې هغه افسر خپله خبره تکرارکړه، نو ورته يې ووېل،” اې بې عقله، ته خبر يې چې زه هم له دی عسکرونه يم، ددوي په تورو او […]

خښتې

شاوخوا لس زره کاله کيږي چې انسان د غارونونه راووتلو، وحشي ځناوريې خپل ملگري کړل اود اوبو په غاړه يې ځان له د خټو اولوښې نه کورونه جوړکړل. هغه کور به يوه کوټه و اودغار په شکل گول چتونه او يوه تنگه دروازه يې لرله. کوم ځاې چې تيږې موندل کيدې، هغه يې هم کارولې. […]

خوشاله شهزاده

دښارپه منځ کې په لوړې مينارې د يو شهزاده مجسمه ولاړه وه. خلکود مينې نه ورته خوشاله شهزاده وېل. مجسمه په طلاي پترو پوښلې، سترگوکې يې نيلم اود تورې په لاستي يوغټ او تک سور ياقوت خښ و. هرڅوک چې د مينارې څنگ نه تېريدل نو يوه شېبه مجسمې ته به يې وکتل، ددې ښايست […]

خروشتي

خروشتي د يوليکدود نوم و چې په دريم ق. م پيړۍ کې رواج شو. ددې الفبا ښاي د ارامي (اراميک) ژبې نه اخستل شوي و. دا ليکدود د هند په شمال لوېديځ، افغانستان او مرکزي ايشيا ځينو ملکونوکې د څلورمې ميلادي پيړۍ ترپاې کاريدو. وروستوددې ځاې برهمني او پالي ليکدود ونيولو. برهمني ليکدود د خروشتي […]

ډايري ليکل

ما يو وخت پخپل کتابگوټي کې وليکل، ” بيگا د هندوستان جازونو د پيښور په ايرپورټ بمباري وکړه. مونږ شميرل. پورا اته بمونه و، اسمان به سور شو” کلونه وروسته مې هغه ډايري ولوستله نو د ۱۹۶۵ م د اوولسو ورځود جنگ حال مې داسې ليکلې و لکه چې څوک د يو فلم حال ليکي. […]

اکره

په ۱۸۴۷ م کې د انگريزانو پوځ په لومړي ځل بنو ته ورسېدو نو ددوی مشر جنرال کورټلينډ د ښار نه نهه ميله جنوب لويديځ کې د غونډيويوې لړۍ سره نږدې خپل کيمپ ولگوو. دا غونډۍ د زمکې نه شل ميټره لوړې دي او پخوا وختونو راهيسې ” اکره” نوميږي. د هند پوځيانو د خيمو […]