ابو طبيله

“کله چې سيکانو په بوجيوکی د اپريدو سرونه د پيښور والي ته يوړل نو ده به پکی د ځوانانو سرونه غوره کړل او دا به يې د ښار په لوې ديوال ( فصيل ) د نورو د عبرت لپاره کيښودل. د ځوانانو د سر بيه يوه روپۍ وه. نور سرونه چې د سپين ږيرو، ماشومانو […]

د ښو ټوپکو اوستکاره

د نولسمې پيړۍ په وروستي نيماي کې انگريزان قبايلي سيمو ته رسيدلي و او ددوي ټوپکې د سيمې د جنگيالي ځوانانو لپاره يوه حيرانونکې وسله وه. ددې نه وړاندې خلک د ” جزيل” سره بلد و چې د رانجو ټوپک به يې ورته ويل. خو د انگريز ټوپک دير پرمخ تللې و چې شپيلۍ ته […]

بګرام

واي چې د مقدونيې اسکندرپه ۳۲۰ ق م کې د کابل نه ۶۰ کلوميټر شمال کې په يوې غونډۍ ودريدو او د دريو سيندونو د يو ځاې کيدو ننداره يې وکړه. بيا هم هلته يې د ” اسکندريه” ښار د جوړولو امر وکړو. خو د افغانستان اوسيدونکو ډير ژر ورته بگرام نوم ورکړو. بگرام په […]

پټاکيدان

د افغانستان په قبيلوي ژوند کې د ښکار او د ځان ساتنې لپاره په هر دورکې د وسلو اړتيا وه. د غشو او ليندۍ نه واخلې ترچاقو توره، مچوغنه، پړې اوډبرې هر څه نه کار اخستل شوې دې. د ټوپکو جوړول او کارول په شپاړسمې ميلادي پيړۍ کې پيل شو او افغانستان ته د هند، […]

پووينده سوداگر

هيڅوک خبرنه دي چې پښتنو کوچيانو څه وخت د مرکزي ايشيا او د هند ترمنځ تجارت پيل کړو. ممکن د هغه وخت نه چې انسان ځنگلي اسونه او اوښان د سورلي لپاره وروزل. د نن نه دوه زره کاله پخوا د کوشان سلطنت واکمن هم کوچيان و. په اوړي کې به بگرام (کاپيسا) او په […]

رنجيت سنگه

په نولسمې پيړۍ کې د پنجاب دسلطنت جوړونکې رنجيت سنگه د هرمذهب پنجايبان خپل راجه گڼي. دې په ۱۳ نومبر ۱۷۸۰ م کې دې د لويديځ پنجاب د گوجرانواله په ښار کې زيږيدلې، په ماشومتوب د چيچک (حکې ننکۍ) زپلې و او کيڼه سترگه يې نه وه. د لسو کالو په عمر کې يې پلارمړشو […]

د بودا کاسه

د بوداي دين د راهبانو لپاره يو اصول دا دی چې دوي به په خپل لاس د چا نه شې نه اخلي او دوي د پيسو اخستو حق هم نه لري. يواځې هغه کاسه يا لوښې چې دې پکی څه خوړې او څښلې شي دده ملکيت وي. اوس هم بودايان راهبانوته پخپله ډوډۍ ددوي په […]

کيسه څنگه جوړيږي؟

يو وخت الوتکه د دوبۍ نه پيښورهواي دگر کې ښکته شوه اوپخپل ځاې ودريده. پښتانه دومره بې صبره وي چې هغه شيبه هيڅ خبره نه اوري. ما په خپل غوږوزي کې د پايلټ اعلان واوريدو چې د الوتکې يوه پايه تخنيکي ستونزه لرې ده نودا به په کومک وړاندې وړل کيږي. ما د کړکۍ نه […]

د آموتمدن

د بغلان په يو کلي کې دوه کروند گر دنورکله په شان د زمکې په اړولو بوخت و. د نږدې غونډۍ د لمنې نه به يې کله کله خاوره راوړه چې د سرې په توگه يې کاروو. يو وخت د خاورې سره د سرو زرو څو توکي هم راووتل. خپلوکې يې سره وويشل او فيصله […]

د ببو گل طب

د نړۍ ډېرو ملکونو ته سفرونه کړي دي او په هندوستان کی مې د ببوگل سره وپيژندل. په داسی ورځ چې سفر به نه و او يا په کتابونو کې مې معلومات لټول، نو د انا د کور دروازه وټکوله. د باران په ورځ هغې سره د خبرود چايو خوند لا زيات کړو. د افغانستان […]