هندکو

د اتوار ورځ لندن په “هېز” بازار مې د بس انتظار کاو چې یوې ښځې غږ مې واوریدو. په کلیوال هندکو کې يې چا ته د چایوست کاو. هغې ورته ویل چې د ګوردوارې (سیکانو عبادتځای) نه اوس راغلو، کور ته ځو. دغو ښځو کمیس پرتوګ اغوستی، د لویو تورو ویښتو کمڅۍ يې په شا […]

مد و جزر

د نړۍ د ټولو سمندرونو څپې په یو ورځ او شپه کې بره یا ښکته غورځي چې په عربي کې ” مد و جزر” او په هندي کې ” جوار بهاټا” نومېږي. زمونږ زمکه ۷۱ في صد اوبه او له هغې هم ۹۶ نه زیاته برخه په سمندر کې ده. زمکه د نمر چاپېره او […]

ستي او جوهر

الهي! د محبت سوز و ګداز را په دا اور کې د ستي، سمندر ساز را د عبد الحمید مومند په شان د پښتو ځینې نور شاعران هم د “ستي” ذکر کوي. “ستي” د هندوانو د اسطورې “پاروتي” یوه بڼه ده چې مانا يې ریښتونی وي. د مهابهارت په جنګ کې پانډوانو قام “کورو” ته […]

د قاتل علاج

په سپرلي کې د باغبانۍ خپل خوند وي او يو کال مې په باغ کې ډيرښکلي ګلونه وکرل. هوا چې لږه ګرمه او نمژنه شوه نو ماښام به غټ غت چينجي راووتل او د بوټو شنې نرمې پاڼې به يې وخوړل. دا هغه چينجي دي، چې په انګريزي کې يې “سلګ ” بولي. د کټې […]

الزقورة

د عراق جنوب کې د ” اوروک – اور” سیمه د “زیګورت” یا الزقوره (جمع زقورات) ودانۍ لپاره شهرت لري. د اهرام په ډول جوړ ۶۰۰۰ کاله پخواني دا آثار د میسوپوټیمیا د تمدن تر ټولو پخوانۍ نښه ده. په ۲۰ پېړۍ کې دلته په خټینو خښتو، میخي خط د نړۍ لومړی لیکلی ژبه وموندل […]

تصوف

تصوف یا صوفیزم له رب سره د انسان د مستقیم تړاو، له دنیا، مادیاتو او خواهشاتو سره د پرېکون لار بلل کېږي. ممکن د اسلام له پیل راهېسې دا څانګه او پیروان یي وو، خو په اوومې او اتمې پېړۍ کې د امویانو او عباسیانو په پیرونو کې تصوف ډېر وغوړېده. د تصوف یوه معنی، […]

چوګان

د چوګان (نیزه بازي) لوبه په انګریزي کې “ټینټ پیګنګ” نومېږي. د اس په ځغاسته پر زمکه یوه نښه ویشتل یا د هغې وړل، د مرکزي ایشیا په قبایلو کې رواج و. بز کشي او پولو د دغې لوبې څو قسمونه دي چې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې اوس هم کېږي. په یورپ […]

د بلوچستان تاج محل

په کوټه کې انګریزانو په ۱۹۰۰ م کې خپلې نوې ودانۍ ته د سنډیمن نوم ورکړو. رابرټ سنډیمن تر ۱۸۹۲م د بلوچستان سیمه يې اداره کوله. دلته د بلوچ او پښتنو مشران، د جرګو مرکو لپاره وربلل کیده نو هغوی به ورته ” دربار هال” ویل. د سپینو تیږو جوړه دا ودانۍ د تورو غرونو […]

الله رکها

په ۱۹۸۱م کې د هندوستان ملي ټیلویژن ” دور درشن” د یو پروګرام میلمه د ۱۳ کالو ماشوم و. دلیپ کمار نومې دغه نابغه یو وخت کې په څلورو باجو (کی بورډ) موسیقي غږولې شوه. ماشوم په ۶ جنوري ۱۹۶۷م کې د “چینای” یو موسیقار شیکهر کره وزیږېدو. مورنۍ ژبه يې “تامل” او پلار يې […]

دنداسه

یو وخت به دنداسه د کلیوالو پښتنو په هر کور کې موندل کیده. دا د غاښونو د کریم (ټوت پیسټ) بدل او د ښځو د سینګار یوه برخه وه. سړو به غاښونه د کیکر د ونې په مسواک پاکول. دنداسه د غوزانو (چارمغز) د ونې پوستکی (پوټکی) وي چې د نورو لویو ونو په شان […]