اباسین چپې چپې په نغښتو مټو چې بخملۍ د بروزر شوړه تنور ته ور واچوله، نو د اور لمبو به یې د سر نه اوچتي ژبۍ ووهلې، د هاړ غرمې او د تنور تاو یې په بدن باندي د خولو نېز رامات کړ، شین خال یې د زني په کوهي کې غوپې ووهلې، سپین د نري خامتا کمیس […]
د لنډي کوتل جنګ دا جنګ په ۱۶۷۱ م ( ۱۰۸۲ ه) کې د مغلو خلاف د پښتنو لوی پاڅون او د ” لنډی خانې، تاترې، خیبر جنګ” په نومونو هم شهرت لري. له ۱۶ پېړۍ، کابل او پیښور د یوې صوبې په توګه اداره کیدل او صوبه دار به په اوري کې کابل او د ژمي پیښور کې […]
ښه کیسه د پښتونخوا په کلیو بانډو کی به پخوا یو “کیسه مار” د شپې په حجره کې ولسي منظوم داستانونه ویل. دوی به مجلسيان وو او یو داستان به يې په څو ورځو کې ختموو. یو څو په ۲۰ پېړۍ کې اروپایی مستشرقینو په هڅه ولیکل شول. د پیښور په آرکایوز کې د جمجه باچا کیسه […]
کوهاټ د کوهاټ وچو غرونو په ختيځ کې اپريدي پراته دي. کوم ځای چې اوبه لري، د غوزانو، توتانو او د هندي اينځر ونې پکې ډېرې وي. هم دغسې د ونو په منځ کې د “حاجي بهادر بابا” زيارت دی. کوهاټ په دې دشته کې لکه د يو نخلستان په څېر دی. د ښار سره جوخته […]
جمعه د جمعې به چوټې وه خو زه به د هره ورځ په شان د یو سور چرګ په بانګ سهار له خوبه راویښه شوم. سوچ به مې کاو چې دا چرګ ولې د جمعې په ورځ بانګ کوي. کاشکه لږ انسانیت پکې وای. سکول ته د نه تلو جشن به مونږ ټولو وروڼو خویندو په […]
سینجهن یا مورینګه په هند کی د ترکاري دکانونه ډېر ښایسته وي. رنګارنګ سابه پکې هره ورځ په ترتیب ایښې او ښځې پرې لکه د مچانو راټول وي. د لندن په ګجراتي دکانونو کی مې یو میټر اوږد ډانډي لیدل. ورسره په انګریزي ” ډرم سټک” چی پښتو کې د “ډول غږولو لښته” مانا ورکوي، لیکلي وو. یوې […]
په ژوب کې د افغانستان امیر عبد الرحمن په ۱۸۶۷ م کې وزیرستان څخه په سلیمان غرونو کې د شیرانو یو کلي کې ایسار شو. دی لیکي، “هلته تش دوه کورونه وو، وریژې يې نه لرلې او یوه پسه، څلور چېلۍ (اوزې) او درې چرګان يې خرڅولو ته ساتلي وو. ما سره ۳۰۰ کسان پاتې وو، نور رانه […]
دوه تاریخونه زموږ د اوسني او پخواني تاریخ په اړه دوه کتابونه د خپل تاریخي اهمیت له مخې ډیرمهم دي. یو تاریخ سلطاني او بل تاج التواریخ نومېږي، چې د لومړي لیکوال سلطان محمدخان بارکزی او د دویم لیکوال امیرعبدالرحمان خان ( ۱۸۸۰- ۱۹۰۱) خپل سفرونه اوخاطرې لیکلې دي. د دغو دوو کتابونو په اړه یو څود […]
بام په ۲۶ دسمبر ۲۰۰۳م یوه معمولي زلزله کی د ایران یو لرغونی تاریخي ښار “بام” زیانمن شو. د نړۍ په نورو ځایونو کی هم سختې زلزلې کېږي او د ځانی او مالي تاوان يې ډېر وي. خو د بام ځانګړتیا دا ده چې په نرۍ کې د کچه یا خامو پخسه خښتو جوړ تر ټولو […]
سورلی په دغه تصویر کې د هرات یوه میرمن په سپیه بورقه کې پټه په خر سوره ده. تصویر په ۱۹۶۸م کې ورنر کوهن د یو مجلې لپاره واخیستو چې ۳ میاشتې يې ایران او افغانستان کې سفرونه کول. دغې میرمنې په پښو کې جراب او موچڼې ( دودیزه بوټ) په پښو دي او لاس کې […]