سورلی په دغه تصویر کې د هرات یوه میرمن په سپیه بورقه کې پټه په خر سوره ده. تصویر په ۱۹۶۸م کې ورنر کوهن د یو مجلې لپاره واخیستو چې ۳ میاشتې يې ایران او افغانستان کې سفرونه کول. دغې میرمنې په پښو کې جراب او موچڼې ( دودیزه بوټ) په پښو دي او لاس کې […]
سره ګړۍ “سره ګړۍ” چې سیک او انګریز ورته په غلطۍ” ساراګري” وایی، اوس د ډرامو او فلمونو څخه په یوه افسانوي تاریخ بدل شوی دی. اصل پېښه په ۱۸۹۷م کې وشوه چې د سامانه په غرونو کې برطانويانو خپلې پوځي چاوڼۍ جوړې کړې. ښکاره ده چې پښتنو په خپله خاوره د دغو یرغلګرو وجود نه منلو […]
پرتو روهیله د فارسي او اردو ژبو د دغه دانشور له نوم لږ خلک خبر دي. د ده خپل نوم مختارعلی خان او په ۲۳ نومبر ۱۹۳۲م کې د هند په بریلي کې زیږېدلی و. د ده زمکه وال پلار د روهیلکهنډ د حافظ رحمت خان د ټبر غړی و. په ۱۸ پېړۍ کې حافظ رحمت خان […]
زما ژوند او ژوندون(۶) په ۱۹۲۸م کې امیر امان الله، د سقاو بغاوت ختمولو لپاره په کندهار کی د یو لښکر تابیا کوله. عبد الصمد خان لیکي چې د ملایانو د غلط تبلیغ او ړندو عقیدو سره هم د دوی د سیمې خلک د امیر پلويان وو. خو ماړه او مخه ور کسانو انګریز له ویرې به څه نه […]
دلبره د ۱۹ پېړۍ تر پای هم د پښتنو میرمنو ژوند پټ او په اړه يې چا نشول لیکلی. نامتو سیاسي مشرعبد الصمد خان اڅکزی ممکن هغه لومړی لیکوال و چې د خپلې مور د ژوند یو تصویر يې وړاندې کړو. “دلبره” د کندهار اوسیدونکی او د خپل میړه نورخان د مشر تربور لور وه. هغه […]
حلاله ډوډۍ ” ودروه موټر…هله …هله ” زما په چيغه خالد په برېک پښه ټينگه کړه، ” څه بلا وهلې يې، اوس به مې موټر جنگولې واې” خو ما د هغه خبره نه اوريده، د سکاټ لينډ په دې وړوکي ښاريې کې په يو دکان د” حلال گوشت ” نښه زما تلوسه راپارولې وه. دا د نولس […]
خازه د پښتنو په قبرونو د شناخت لپاره تیږه ” خازه” نومېږي. د سر په خازه د مړي نوم او ورسره یو بیت یا قراني آیت کنده کېږي خو د پښې لوري خازه اکثر وړه او ساده وي. د هزارې د پښتنو په هدیرو کې د عامو خلکو کچه قبرونو ته هم د تورې تیږې، ساده […]
لوبان شا و خوا ۵ زره کاله کېږي چې انسان د ونو په تنه د مایعات (شیره) په خاصیت پوهه شو. په شمالي افریقه، اومان- یمن او لویدیځ افریقه په دشتو کې د یوې وړې ونې په تنه به يې کش ورکړو نو سپینه شیره به ترې راوتله. دا به کلکه شوه نو راو به يې […]
ګندهاري ژبه گندهاري ژبه د افغانستان په ختيځو او د پاکستان په شمال لويديځ کې ويل کيده. دا د ويدي سانسکرت يوه څانگه او يا يې ورسره نږدې تړون لرلو. دا ژبه په خروشتي ليکدود، د ښي لاس نه گس لاس ته ليکل کيده. گندهاري ژبه د پراکريت يا د هندو ارياي ژبې يو ډول و اوددې […]
شړوهي لونگينه زمونږ يوه ولسي سندره وه چې په دې باړه کې اوبه گډې وډې ځينه شړ وهي لونگينه، شړ وهي لونگينه ځينو سندرغاړو به دا “شړوايي لونگينه ” کړو. يو وخت د شړ وهي پر ځاې سندر غاړي شينواري وويل او ورپسې نورو ، بې له دې چې پوښتنه يې کړې وې، سندره يې واړوله. د […]