سفیده

د کندهار دا بازار یواځې د ښځو لپاره دی. دغه پوښلې کوڅه تنګه او دواړو غاړو ته يې وړې هټۍ وې. د ماشومانو جامې، بورقې او څادرونه له دکان بهر په لرګینو تختو او چوبي هینګرونو ټالۍ وهل. په څلورګوټیزه وړه کوټه کې هټۍ وال چې زیات يې سپین ږیري وو د شنو چایو ترموس […]

ینار دګ

د آزر بایجان ختیځ کې د کیسپین سمندر پرغاړه یوې غونډې په بیخ کې د زرګونو کالو راهیسې اور بل دی. په فارسي کې “آذر” د اور او ” بېګان” د ساتونکي مانا ورکوي او وروسته په آذربایجان واوختو. د بغداد، بادغیس، بغلان او بلخ په شان د باکو نوم هم په باګ یعني ” […]

ایلفنسټون او شیراني

د بلوچستان په شمال ختیځ کې د شیرانو زمکه د ژوب سره یو ځای کېږي. دا تر ټولو وروستو پاتې سیمه او په ۱۹پېړۍ کې څو زره خلک پکې میشت وو. د سلیمان غرونو د سلسلې په شمال، جنوبي وزیرستان، ډیره اسمعیل خان او پکتیکا تر منځ څو شنې درې د شیرانو ټاټوبی دی. لکه […]

مماڼې

اوسنو ځوانانو ته چې د “مماڼو” نوم واخلې نو حیرانه پاتې شي. دوی د رانجو د رنګ هغه توره وړه میوه نه پېژني چې په اوړي کې به له سوات راوړل کیده. ځینې يې د “ګور ګورو” سره غلط کړي. خو مماڼې او ګورګوره دوه جلا میوې دي. مماڼی د افریقه او ایشیا بوټې او […]

د نارنج تپه

دوه نارنجي څادرونه اوس هم په برما، تهایلینډ او تبت کې د بودهه راهبانو لباس دی. ښایی د کابل په جنواب کې تپه نارنج د نوم ریښې په دغه لباس کې وي. د کابل تر ټولو لوی هدیرې، شهدای صالحین نه وراخوا د سړک په ښې لاس د نارنج تپه ده. زه د خپلو همکارانو […]

سر و تر

د سیستان په دشتو کې د شګوغونډۍ هم سفر کوي. په سختې سیلۍ دا را والوزي او بیا په بل ځای کې راټول شي. دغو طوفانونو قافلې به تري تم کړل او یو ځای ” دشت مرګو” په نوم شهرت وموندلو. د هلمند سیند نه ختیځ لوري ته څو کنالونو (نهرونو) د دې میداني سیمې […]

پېنزیب او پېکړه

د فارسي پایزیب او پای کړه، د پښتو پېنزیب او پېکړه د لینګو لپاره دوه بیل ګاڼې دي. پېکړه د نن نه دوه نیم زره کاله پخوا د برونز جوړ لویه حلقه د سنده د موهنجو داړو په کنډوالو کې هم وموندل شو. دا لکه د لاس کړې، لینګي لپاره جوړیده. کړه به ډډه وه […]

نیمبولا او ملا بادر

د سوات د ابوها کلي یوه کیسه ده چې هلته د “چینې” جومات امام ملا بادر (بهادر) د خپل علم لپاره شهرت لرلو. جومات ته به ډېر ماشومان درس لپاره ورتلل او په هغو ورځو کې به جینکو او هلکانو یو ځای سبق ویلو. د کلي د خان لور به هم هره ورځ سبق لپاره […]

عُمَان او عمان

ع د پښتو نه علاوه اردو او فارسي لیکوالان هم په دغو دوو نومونو کې تير ووځي. عُمَان (د پیش سره) سرکاري نوم سلْطنةُ عُمان دی. د عرب بحیرې په جنوب ختیځ کې دا د عربانو تر ټولو پخوانی خپلواکه سلطنت دی. د دې سرحد د متحده عرب امارات، سعودي عرب او یمن سره لګي. […]

دراني

د ۱۹۷۰م په لسیزه کې د بمبۍ په یو وړوکې کوڅه کې یو سپین ږیري به په خپلې وړې هټۍ، مالګه مرچ او نور توکي خرڅول. د چا ګومان هم نه کیدو چې په ۱۹۴۰م کې نامتو سندرغاړو محمد رفیع او ګیتا دت خپلې لومړۍ سندرې د دغه کس سره یو ځای ویلې وې. د […]