د چترال جنګ

له پېښور ۲۵۰ کلومیټر جنوب د هندو کش په غرونو کې چترال د سمندر له سطح ۱۵۰۰ میټر لوړ او سرحد يې افغانستان شمال او ترکستان سره لګي. برطانوي حکومت په هند د روسانو د حملې خطر احساساو او ګلګت کې يې چاوڼۍ جوړه کړې وه خو چترال ته يې هم نیت بد و. د […]

له ګل بي بي تر ملالۍ میوند

د جان بټ لیکنه “د پولې پورې رادیو” ګل بي بي” چې کله انعکاس رادیو ته ورغله نو ملاله میوند شوه. خو زمونږ لپاره به هغه تل ” ګل بي بي” وي. د پولې پورې په ډرامه کې ګل بي بي د ملک غني د میرمنې رول لوباو. ملک غني ښه سړی نه و ځکه […]

ملتاني خټه

په سکول کې مو د شین بخن رنګ خاورې غونډ د کتابونو ( قرطاسیی) له دکان اخیستو. دا به په هغه لامده تختۍ وهل کیده چې له وچیدو وروسته پرې په قلم او رنګ توري لیکل. هغه وخت خبر نه وو چې دغه خټه شوی خاوره له ملتان راځي. مونږ به ورته ” ګاچي” ویل. […]

دلاسه خان

په ۱۵ مارچ ۱۸۴۷ م په بنو کې میجر ایډورډ هربرټ د سیمې یو نامتو جنګیالي، دلاسه خان د راتلو په انتظار و. دی هغه وخت د سیکانو د استاځي په توګه بنو ته رسیدلی او دلاسه خان ته يې د روغې لاس غځولې و چې هغه وخت سپین ږیری و. په ټاکلي وخت ۶۰ […]

د سیکانو دوره

په پښتونخوا کې اوس هم هغه خلک ژوندي دي چې د سیکانو کیسې يې خپلو مشرانو نه اوریدلي وو. ځینې سپین ږیري د چا د ظلم ذکر کوي نو وایی دا څه “سکها شاهي” خو نه ده. د ۱۸ پېړۍ تر پای، پنجاب کې د سیکانو جنګي ډلو پخپل منځ کې يو کنفيډريشن “سربت خالصه”جوړ […]

منجیله

د کلي هر کور کې به یوه خیرنه منجیله د ګړونج یا د چاټۍ سره نزدې پرته وه. ښځو به د منګي یا منګو د ټینګولو لپاره دا په سر ایښودله. د مومندانو جینۍ وکړه چې په یوه منجیله درې منګي راوړینه په سر دروند بار (پیټی) وړل یو طبعي انساني عمل دی. تر څو […]

سيستان

د ساکایی قبیلو میشتځای ساکستان یا سیستان اوس په دريو ملکونو وېشلې سيمه ده. دلته د اوبو یو لوی ډند “هامون” د ژوند لپاره فراوان اوبه، مهیان، مارغان او بوټي لرل. چاپېره ترې دوه لوی ذردشتي عبادت ځایونه او په کوه خواجه غونډۍ د لرغونې کلا نښې دي. یو بل ځای “شهرسوخته” ۳۲۰۰ق م کې […]

توپ دره

د کابل نه ۱۵ کلومیټر شمال کې چاریکارو ته د سړک په ګس لاس د توپ دره او ورسره په دغه نوم یو کلی اباد دی. توپ یا سټوپا بودایی جوړښت دی چې شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا د عبادت او مراقبې ځای و. د توپدرې سټوپا کاپیسا ته نزدېکت له کبله ښایی په […]

بنګښ سرودیان

سرود (سارود) فارسي توری چې مانا يې خوږه نغمه ده. دا د رباب په شان د ساګوان (ساقې ونې) له لرګي جوړ او د چېلي (اوزی) د پوټکي پلن تارونه لري. هغه پلنه برخه چې ربابي ورباندې تارغږوي، د پیتل پوښ لري چې ګوتې يې ژوبل نشي. د ۱۸ پېړۍ په هند کې یو بنګښ […]

ګلقند

د پارس نادر شاه په فروري ۱۷۳۹م کله چې په دلي حمله وکړه نو ستړیا او ګرمۍ له کبله يې طبیعت خراب شو. شاهي حکیم ورته ګلقند راوغوښتل. د شیشې له مرتبان د سرو زرو په قاشوغه لږ ګلقند يې په یوه نقریی تله کې وتلل او په وړوکي کاسه کې يې باچا ته ورکړل. […]