اسلامي جهادغورځنګ

په عربي کې “حركة الجهاد الإسلامي في فلسطين” شا و خوا ۴۰ کاله وشول چې القدس د اسرایل نه بیرته اخیستو لپاره وسله وال مبارزه کوي. د مصر اخوان المسلمون چې یو شعار يې د فلسطین خاوره له اسرایل بیرته اخیستل وو. خو دوی په خپل هدف کې پاتې راغلل نو غړي يې مایوسه شول. […]

د سازش ازادي

په ۱۷ اګست ۱۹۸۸م د چارشنبې ماځیګرد جنوبي پنجاب بهاولپور په اسمان یوه الوتکه تاو راتاو شوه او بیا مخ په ښکته پر زمکه پریوتو سره يې اور واخیستو. په امریکه کې جوړه دا سي-۱۳۰ د نړۍ تر ټولو خوندي پوځي الوتکه ګڼل کېږي چې پکې ناست ۳۱ کسان ټول ووژل شول. هغه وخت په […]

څېړۍ

د انسان په روحاني او ړندو عقیدو کې د څېړۍ ونې لوی رول لوبولې دی. دا ونه په انګریزي کې ” اوک” او اردو کې ” شاه بلوط” نومېږي چې اوس په نړۍ کې د دې شا و خوا ۶۰۰ قسمونه پیژندل شوي او تر ټولو قیمتي يې “ریډ اوک” په شمالي امریکه کې وي. […]

سرکاري میډیا

په ۱۹۶۵م کې د پیښور په ډېرو کورونو کې یوه ریډیو موجوده وه. هغه وخت د پاکستان حکومتي ریډیو به هره ورځ، سهار–غرمه او د شپې خبرونه خپرول. غرمه به د اردو او انګریزي نه وروسته، پښتوخبرونه هم خپریدل. په ۶ ستمبر سهار په لاهور د هند د حملې خبر واوریدو. پوځي صدر جنرل ایوب […]

سپین غر

د پیښور نه ۴۸ كيلومیټر لویدیځ کې سپینغر ۵ زره میټر لوړ لکه د یو دېوال ښکاري. سپین غر یوه څنډه د خیبر درې په ختیځ کې لګي چې اوږدوالى يې شا و خوا ۱۸۰ كيلومیټر دی. یو ځای دا غر جنوب لوري ته ورتاو شي چې د کابل سیند کاسه او کرمه پخپلو کې […]

راجه جېپال

جېپال د هستپال (هټپال) زوی د بټهنډه (ختیځ پنجاب) کهشتری (راجپوت) شهزاده و. ځینو تاریخونو کې دی د برهمن لوړی طبقې باچا ګڼل شوی دی. راجپوت واکمنو د کشمیر نه تر سرهند او لاهور نه تر کابل حکومت کوو. په کابل کې د “کلار” ټبر وروستي هندو شاه بهیم دیو، زوی نه لرلو او جېپال […]

د غزنی بودایی سمڅې

د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې نړۍ د بامیانو د ماتو مجسمو په ویر اخته وه او د اطالوي لرغون پوهانو یوې ډلې د غزني په څمڅو څېړنې کولې. دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل چې د عرب حملو په وخت دا غار زابلستان د واکمنو پناه ځاې و. په ۹ پېړۍ کې د […]

آریه

د “آر” توری هندي ژبو کې زمکه او کروند ګر، تیره څوکه لرونکی اوزار ته وایی. د ګنډلو یو سیخ اوس هم “آر” نومېږي. د نیزی سر، د میخ څوکه، د اوسپنې سر لرونکی شپون لکړه او سسپار له دغه توري بڼه ده. شا و خوا ۵ زره کاله پخوا د نړۍ هغه قامونه چې […]

د باچاهۍ لار

په ۱۸۶۷ م کې د بارکزوعبدالرحمن د امیر شیرعلي خان د پوځ سره په جنګ و. ده غزني کې له ماتې وروسته، قلات غلزي نه د وزیرو سیمې ته واوړېدو. دی لیکي، ” ما د خپلې ماتې نه وروسته څه نه وو خوړلي. خپلو سوارو ته مې وویل چې سخت وږې یم او یوه ټوټه […]

اختر شیرانی

په اردو ادب کې اختر شیراني د ” شاعر رومان” په لقب او د انګریزي روماني شاعرانو ” کیټس، شېلی او بایرن سره پرتله کېږي. په راجستان کې د ټونک ریاست روهیله پښتنو نوابي وه او شیراني قام چاپېره په نورو کلیو کې هم میشت دی. د ناګور په ضلع کې څلورو کوڅو “صوفیا- غوثیه- […]