بند امیر

د الوتکې له کړکۍ د غرونو په منځ کې نیلا اوبو لوی کاسی ښکاري. د بامېانو نه ٧٠ کلوميټر شمال لوېديځ کې د ” یکاولنګ”ولسوالي کې بند امیرچینې د هندو کش په غرونو کې ۳ زره میټر لوړ واقع دي. ددوی منرالي اوبه د غرونو له درزونو را ووځي چې په نړۍ کې ګوتو په […]

د ډوما جنګ

د ۱۷ پېړۍ په نیمایی کې دغه جنګ د هزاری تور غر کي وشو او په نتیجه کې یوسفزو دلته نورې زمکې ونیولې. د چترال او ګلګت له غرونو تر اباسین په درو کې لرغونی آریایی قامونه مېشت دي. په سوات، کونړ، نورستان، کافرستان، چترال، ګلګت، اګرور او تالاش کې اوسېدونکي وګړي په نسلی توګه […]

عبد الرحمن الداخل

د ۷۵۶م نه تر ۷۸۸ م په اسپانیی کې د اسلامي سلطنت بنسټ ایښونکی امیرعبد الرحمن الداخل و. دی د روژې په ۵ نېټه ۱۱۳ هجري (۷۳۱م) دمشق نه بهر د “پلمایره” لرغونې ښار کې وزیږېدو. د ۵ کالو په عمر کې یتیم شو او د وروڼو او نیکه تر څارنې لاندې را لوی شو. […]

ډمبرې

یو وخت د پیښور په بازارونو کې خرڅیدونکې مالګینو خواړو کې به “ډمبرې” ارو مرو شاملې وې. “دهي بهلی- چهولی- کچالو پیړه- کلول او ایشیدلي جوار به په ګاډو یا خوانچو کې خرڅیدل او ښځو به ورته خاص فرمایش کاو چې ” ډمبرې” پرې واچوه. د ډمبرو خوند به نه د مرچ په شان توند […]

پښتون کوټ

په ۲۰۱۹م آی فون دغه عکس کې یوه لوحه ښکاري چې ورباندې په دري کې ” پښتون کوت” او د ودانۍ د جوړیدو نېټه واضح ده. په ۱۵ جون ۲۰۱۴ م په پیښور کې د “افغان بلډنګ” په اړه یو مضمون لپاره مې پخپلې کیمرې اخیستل شوی تصویر په ویبپاڼې خپور کړو. په کيسه خانۍ […]

د سیاست میاشت

په پیښور کې د مهابت خان جومات نه علاوه مغل منصب دارانو ۳ نور جوماتونه هم جوړ کړي دي. د کابل یو منصبدار دلاورخان روهیله په ۱۶۵۸ م کې بازارکلان کې یو جومات جوړ کړو چې اوس هم دلاور خان جومات په نوم شته. ګنج علي خان په ۱۷ پېړۍ کې پیښور کې پخپل نوم […]

بامیان

د کابل نه ١٤٠ ميله شمال لوېديځ کى بامیان يوه خوندى دره ښکاري. کله چې لوړ واورې ویلي شي نو ښکته سیند له اوبو ډک او کله کله سیلاب هم پکې راشي. د دې هواره زمکه ډبرینه او قولبه پکې نه ګرځي خو قدرتي څمڅې او غارونوانسان ته د ژمي له سختو واورو پناه ورکوله. […]

شهزاده بهرام او ګل اندام

په روم کې د یو باچا له واده ۴۰ کاله وروسته زوی وشو چې نوم يې بهرام و. شهزاده د سبق نه علاوه تکړه پوځیانو نه جنګي فنون ورزده کړل. د ۱۵ کالو په عمر کې باچا یو دربار کې ورته خلعت په غاړه او د ۶۰ زره پوځ مشر يې وټاکلو. پلار ورته نصیحت […]

ابراهیم ګاردی

د فرانسوي ژبې ” ګاردی” د “ګارډ” یا محافظ مانا ورکوي. د پانی پت په دریم جنګ کې د مرهټو له خوا د توپخانی مشرابراهیم ګاردی و. په ۱۶۶۸م کې فرانسویانو د لویدیځ بنګال مالاباربندر د تجارت لپاره مغلو نه تر لاسه کړو نو د حفاظت لپاره يې پکې پوځ هم وساتلو. مرهټو هغه وخت […]

افغان ښځه او امن

د کونړ په مروره ولسوالۍ کې یوه مېرمن درې وار کونډه شوې او اوس د یوه معلول مېرمن ده. لومړی مېړه په جګړه کې له لاسه ورکوي نو بیا د لېوره سره ودېږي. کله چې يې دويم مېړه هم مري نو بل لېوره ته په نکاح کېږي. درېيم مېړه یې سرتېری وي او شهید کېږي. […]