الحمرا

یو سړي د غرناطه په کوڅه کې نابینا فقیر ولیدو نو میرمنې ته يې ووېل چې ده له ډېرې پېسې ورکړه ځکه بدنصیب دلته ژوند کوي خو الحمرا په سترګو نشي لیدی. د اسپانیې جنوبي ښار غرناطه په غونډۍ ” الحمرا لیدو ته اوس د ورځې ۸ زره خلک ورځي. قلعه الحمرا” یانی “سره کلا” […]

حج او وبا

د خانه کعبه تاریخ ډېر پخوانی دی او هلته د حج او د عمری ځنډیدل هم څه نوی خبره نه ده. په ۹ میلادي پېړۍ کې اسلام په څو فرقو وویشل شو. “قرامته” د شيعه مسلک نه بېله شوې ډله او مشر يې ” همدان قرامت” نومیدو چې د عراق جنوب نه يې د خلافت […]

څلوېښتي- قرنطین

په اطالوي ژبې کې “کورانټه ژیورني” څلویښت ورځو یاني څلویښتي ته وایی. د پښتنو په کلچرکې د مړي څلوېښتي او د ماشوم زیږولو نه وروسته، نوی مور تر څلویښتو ورځوکور کې ساتل ضرورګنل کېږي. د هندو سادهوانو، مسلمان پیرانو، بودایی او مسیحي راهبانو “چله” هم دغه څلوېښتي یا قرنطین وي . په عیسایی او مسلمان […]

اسپانوي زکام

په ۲۲ می ۱۹۱۸م د میډرډ یوې ورځپاڼې سرټکي د یو انفلونزا په اړه وو. هر کال د می په دریمه اوونۍ کې د کیتهولک اسپانیې خلک د دودیزه نمانځنو لپاره په کلبونو او خوړنځایونو کې راټولېږي. ناڅاپه په دغه اوونۍ کې د میډرډ په خلکو کې د تبې او د نس ناستي وبا خپره […]

کورونا

د کورونا په نوم څو ډوله وایرس له پخوا نړۍ کې موجود دي. دا اوسنی په ساینس کې ” کوویډ ۱۹” نومېږي. هروایرس (ویروس) ژوندی نه وي یاني ژوند نه لري. دا د پروټین مرکب (مولیکیول) یا –ډي این- اې- وي چې غوړ (لیپیډ) پوټکی ترې تاو وي. دغه غوړ کله چې د پوزې او […]

نیلاب

د هند په تاریخ کې د نیلاب ښار، د نیلاب خوړه، نیلاب تپه او “آب نیلاب” په نوم یاد شوي ځایونه د اټک سره نزدې اباسین پرغاړه وو. نیلاب د ټیټو او وچو غرونو هغه لړۍ ده چې د کوهاټ نه واخلې تر چراټ غځیدلي دي. د دغو غرونو دوه لوی سلسلې “چراټ” او “نیلاب […]

آزاد خان افغان

تاریخ د فاتحینو له خوا لیکل کېږي او د ۱۸ پېړۍ د افغانستان تاریخ د ازاد خان په نوم سرسري تیرېږي. د احمد شاه ابدالي نه شا و خوا ۱۷ کاله مشر، ازاد خان د غزني موساخیل غلجی و. دی د پارس (ایران) د نادر شاه افشار د یو پوځي دستې مشر او ممکن په […]

شاهي میلمستیا

دا دوه عکسونه (تصویرونه) ډاکټر هیملټن په ۱۸۹۶م کې کابل کې پخپلې کیمرې واخیستل. په یو تصویر کې درې میرمنې ښکاري چې یوی، ممکن خدمتګاره یا وینځه، د لاس وینځلو لپاره چلمچي او د اوبو کوزه نیولې دی. افغانستان کې په دودیزه توګه له ډوډۍ وروسته لاسونه وینځل کېږي. ورپسې میوه خوري او بیا شنې […]

تورمان او مهرګله

د دریمې پېړۍ کشان سلطنت نه وروسته مرکزی اېشیا د هن – یفتلي قبایلو حملو په مخه واخیستو. د دوی په اړه تاریخ پوهان په دوو ډلو وېشلي دي. اروپایان وایی چې سپین پوست لرونکي دا جنګیالي د منګولیا (مغلستان) له دشتو، هند ښیرازو سیمو ته لاړل او هلته ۲۰۰ کاله يې حکومت وکړو. هندي […]

کتیره

یو بې خونده- بې رنګه، اوبړین سلیخ چې په اوبو کې حل شي، کتیره یا ګوند کتیره نومېږي. کتیره د ځنګلي ازغن بوټی ” ایستراګالوس” نه اخیستل کېږي. د سلیخ ساینسي نوم “ټرېګاکانت ګم” دی. د بوټي جرړه کې راتولې اوبه په رڼا کې کلک او د “چیړ” په شان ښکاري. خو چیړ زیړ بخن […]